د افغانستان د کانونو لومړنی کورنی او نړیوال ځانګړی نندارتون په کابل کې پرانیستل شو

kamran_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۴:۲۲
نخستین نمایشگاه تخصصی ملی و بین‌المللی معادن افغانستان در کابل افتتاح شد

د افغانستان د کانونو لومړنی کورنی او نړیوال ځانګړی نندارتون د ۱۴۰۵ لمریز کال د لړم میاشتې په ۶مه، د چهارشنبه په ورځ، د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال ښاغلی مولوي عبدالسلام حنفي، د کانونو او پټرولیم وزیر ښاغلي الحاج ملا هدایت‌الله بدري، د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلی نورالدین عزیزي، د سرې میاشتې رئیس ښاغلی شیخ‌الحدیث شهاب‌الدین دلاور، د باختر درخشان د نندارتونونو د جوړولو شرکت رئیس، د اسلامي امارت د یو شمېر چارواکو، د خصوصي سکټور استازو، کورنیو او بهرنیو پانګوالو او د کانونو د سکټور د فعالانو په شتون کې د افغانستان د نړیوال نندارتون په مرکز کې پرانیستل شو.

نخستین نمایشگاه تخصصی ملی و بین‌المللی معادن افغانستان در کابل افتتاح شد


دغه نندارتون د کانونو او پټرولیم وزارت له خوا، د باختر درخشان د نندارتونونو جوړولو شرکت په همکارۍ، د ۱۴۰۵  لمریز کال کال د لړم د میاشتې له ۶مې څخه تر ۹مې نېټې پورې به دوام وکړي.
د دغه نندارتون موخه د کانونو په برخه کې د شته وړتیاوو او پانګونې د فرصتونو معرفي کول، د کورنیو او بهرنیو پانګو راجلبول، د هېواد د کاني محصولاتو پېژندنه، د خامو کاني موادو پروسس ته هڅونه او په هېواد کې د کاني محصولاتو د اقتصادي ارزښت لوړول دي.
د غونډې په پيل کې د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال ښاغلي مولويعبدالسلام حنفي د دغه نندارتون د جوړېدو له امله د کانونو او پټرولیم وزارت له مشرتابه څخه مننه وکړه. نوموړي په خپلو خبرو کې د افغانستان د کانونو پراخو وړتیاوو ته په اشارې سره، کانونه د هېواد د اقتصاد له مهمو برخو څخه وبلل او د پانګونې لپاره د مناسبو شرایطو پر برابرولو، د اقتصادي بنسټونو پر پیاوړتیا او د طبیعي سرچینو پر ښې ګټې اخیستنې یې ټینګار وکړ.
نوموړي زیاته کړه: افغانستان له تحمیلي جګړو وروسته اوس د ودې او پرمختګ پر لور روان دی د اسلامي امارت په راتګ سره نشه‌یي توکي په بشپړه توګه له منځه تللي دي، شاوخوا اته میلیونه کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي او د هېواد بیارغونه په بېلابېلو برخو کې روانه ده.
ورپسې د کانونو او پټرولیم وزیر صاحب وویل، چې د هېواد د اقتصادي ودې او پر ځان بسیایني په برخه کې د کانونو سکټور ځانګړی اهمیت لري. نوموړي زیاته کړه د کاني زېرمو د وړتیاوو معرفي کول، د پانګونې په بهیر کې روڼتیا، د اکتشافي فعالیتونو پراختیا، د معیارونو له مخې د کانونو کیندنه، د کورني پروسس پراختیا او د کاني محصولاتو د ارزښت لوړول د دغه وزارت له مهمو لومړيتوبونو څخه دي.
نوموړي همدارنګه یادونه وکړه، چې د دغه نندارتون جوړېدل د افغانستان د کانونو د وړتیاوو د معرفي کولو، د پانګونې له شته فرصتونو سره د پانګوالو د بلدتیا، د مسلکي معلوماتو د تبادلې او د امارتي ادارو، خصوصي شرکتونو او د کانونو په سکټور کې د کورنیو او نړیوالو فعالانو ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا لپاره مناسب فرصت برابروي.
نوموړي همدارنګه زیاته کړه، افغانستان د کاني سرچینو له پلوه یو بډای هېواد دی او د قیمتي او نیمه‌ قیمتي ډبرو، بېلابېلو فلزاتو، نادرو عناصرو، صنعتي منرالونو، ودانیزو او زینتي ډبرو او نورو ارزښتناکو کاني موادو په لرلو سره کولای شي، د کانونو د معیاري استخراج له لارې د هېواد اقتصادي او صنعتي پرمختګ ته وده ورکړي.
نوموړي هیله څرګنده کړه، چې د دغه ډول تخصصي نندارتونونو جوړېدل به د هېواد له کاني سرچینو څخه د غوره ګټې اخیستنې، د پروسس صنعتونو د پراختیا، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو، د پوهې او ټکنالوژۍ د لېږد او د افغانستان په اقتصادي وده کې د کانونو د سکټور د ونډې د زیاتوالي زمینه برابره کړي.
د یادونې وړ ده چې د پنجشېر د زمردو او د کونړ ولایت د تورمالینو د پلور داوطلبي به د پنجشنبې او جمعې په ورځو هم د افغانستان د نړیوال نندارتون په مرکز کې ترسره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۸:۱۳
Background image

رسنیز بلنلیک

ټاکل شوې ده، چې د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري، د افغانستان د کانونو لومړني ځانګړي نندارتون په ترڅ کې د پنجشېر ولایت د زمردو او د کابل ولایت د یاقوتو داوطلبۍ (بولۍ) ترسره کړي.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۴:۲۲
Background image

د افغانستان د کانونو لومړنی کورنی او نړیوال ځانګړی نندارتون په کابل کې پرانیستل شو

د افغانستان د کانونو لومړنی کورنی او نړیوال ځانګړی نندارتون د ۱۴۰۵ لمریز کال د لړم میاشتې په ۶مه، د چهارشنبه په ورځ، د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال ښاغلی مولوي عبدالسلام حنفي، د کانونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۶:۳۵
Background image

رسنیز بلنلیک

ټاکل شوې، چې د کانونو او پټرولیم وزارت د باختر درخشان د نندارتونونو جوړولو شرکت په همکارۍ دافغانستان د کانونو د لومړني ځانګړي نندارتون په اړه د یو خبري کنفرانس په ترڅ د یاد نندارتون په. . .

بېرته خبرونه ته