د کانونو او پټرولیم وزارت مرستیال د افغانستان او امریکا سوداګرۍ د ګډې خونې له رئیس سره وکتل
د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت، د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۰مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د افغانستان او امریکا سوداګرۍ د ګډې خونې له رئیس جفري ګریګو، سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې د یادې خونې رئیس د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې د جذب او پراختیا په موخه د همکاریو ډاډ څرګند کړ.
د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال د هغوی د لېوالتیا هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې د هېواد د کانونو په برخه کې د معتبرو شرکتونو د پانګونې د جلب لپاره به د کانونو د قانون او اړوندو کړنلارو له مخې لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
