د معلوماتي سیستمونو د مدیریت ریاست (MIS)

د معلوماتي سیستمونو د مدیریت ریاست (MIS) د وزارت له مهمو او کليدي ریاستونو څخه شمېرل کېږي چې د جیولوجیکي سروې معینیت تر اثر او د جیولوجیکي معلوماتو د عمومي مدیریت ریاست تر چتر لاندې فعالیت کوي. د دې ریاست اصلي موخه د وزارت د اهدافو او ستراتیژۍ مطابق د معلوماتي سیستمونو جوړول، پراختیا او مدیریت دی، تر څو ټول فعالیتونه او پروسې ډیجیټل شي.

د ریاست دندې او مسئولیتونه:

  1. د ریاست د چارو او فعالیتونو پلان جوړونه، مدیریت او تنظیم.
  2. د وزارت د اړتیا وړ معلوماتي سیستمونو جوړول، پراختیا او مدیریت د معاصرې ټکنالوژۍ په کارولو سره، د خدمتونو د ښه والي، شفافیت او فعالیتونو د ډیجیټل کېدو په موخه.
  3. د معلوماتي سیستمونو د فعالیتونو د همغږۍ څارنه د وزارت د اهدافو، ماموریت، لید او ستراتیژۍ سره د ملي او سکتوري لومړیتوبونو د تطابق په موخه.
  4. د وزارت د ریاستونو د اوسنیو کاري بهیرونو مطالعه او ارزونه، او د اړوندو معلوماتي سیستمونو طرحه‌کول د پروسو د ډیجیټل کولو لپاره.
  5. د اړتیاوو راټولول، تحلیل، د اجرایي پروسو ارزونه، ډیټابېسونو او سیستمونو ډیزاین او مستندسازي.
  6. د وزارت د کارکوونکو لپاره د برېښنایي او ډیجیټلي خدمتونو برابرول او اسانتیا.
  7. د وزارت د مرکزي او ولایتي ریاستونو د معلوماتي سیستمونو دوره‌یي خدمت او څارنه.
  8. د معلوماتي سیستمونو ساتنه، خوندیتوب او بروز کول د امنیتي تګلارو، منظم بیک‌اپونو او سایبري ګواښونو د څېړنې له لارې.
  9. د معلوماتي سیستمونو د لېږد او جوړولو پروسو همغږي کول د ملي پالیسۍ په نظر کې نیولو سره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د سیستمونو د پرمختګ لپاره.
  10. د ظرفیت لوړونې پروګرامونو جوړول د وزارت د کارکوونکو لپاره په برخه کې د معلوماتي سیستمونو.
  11. د غیر فعال او زیانمن شویو سیستمونو بیا فعالول یا بروز کول، او د اړتیا په وخت کې بدیل سیستمونه جوړول.
  12. د معلوماتي سیستمونو په برخه کې د کارکوونکو لپاره د روزنیزو او ظرفیت لوړونې پروګرامونو جوړول په مرکز او ولایتونو کې.
  13. په مرکز او ولایتونو کې د سیستمونو تخنیکي ملاتړ او امنیت.
  14. د نورو تخنیکي، همغږۍ او مدیریتي دندو ترسره کول د لایحې، تقنینی اسنادو او د وزارت د مقام د هدایاتو پر بنسټ.

 

 

د MIS ریاست تشکیلاتي جوړښت

د معلوماتي سیستمونو د مدیریت ریاست (MIS) د خپلو دندو د پلي کولو لپاره (۲) آمرېتونه او په ټولیز ډول (۱۴) بستونه لري چې په لاندې برخو کې فعالیت کوي:

 

کانونو او پټرولیم وزارت کې د فعال، کار لاندي او پلان سیسټمونو لیسټ

په کانونو او پټرولیم وزارت کې تر 1404/04/30 هـ ش نیټې پورې د فعال، وصل شويو، د کار لاندې او پلان شویو سیسټمونو شمېر په لاندي جدول کې خلاصه شوی دي. د یاده ونی وړ ده د MIS ریاست اوږد مهاله پلان کې په عمومی ډول د دوه لویو (1: د کانونو د معلوماتو واحد سیسټم Integrated Mining Information System IMIS، 2: د اداری او عملیاتی چارو د مدیریت سیسټم—Enterprise Resources Planning ERP) سیسټمونو جوړاول دي چې د همدی کوچنیو سیسټمونو یو بل سره د وصل کیدو به نتیجه کې به رامنځته کیږی تر څو د کانونو ټولي تخنیکی،  اداری او عملیاتی چاري ډیجیټلی شي. هم مهاله د دي دواړو سیسټمونو پر ایجاد کار رواند دي، چې تراوسه یی 16 فرعی سیسټمونه بشپړ، 7 تر کار لاندي او 3 نور سیسټمونه په کال ۱۴۰۵ پلان کې دي:

کتنې

حالت / ادرس

د سیسټم ځانګړتیاوې

د سیسټم نوم

#

یاد سیسټم د مقام د دفتر لوی ریاست مربوط دي چې د وزارت په مرکزي او ولایتي ریاستونو کې ورڅخه ګټه اخیستل کیږي، تر دا مهاله 20901 نه زیاتې عریضی په یاد سیسټم کې ثبت شوي دي. همدارنګه مجموعاً ۲۸۰ نه زیات یوزرونه لري.

 

بشپړ-فعال –

http://172.20.3.21

http://180.94.92.122

http://172.20.3.21/create_petition

http://172.20.3.21/company_login

 

دا سیسټم د کانونو د معلوماتو د واحد سیسټم یو برخه ده چې په احکامو کې د جعل کاري څخه د مخینوي ، د وزارت د ښاغلي  مقام د حکمونو د تطبيق څخه ښه څارنه کوي. د کاري بهير په چټکتيا، موثریت او د کاري پروسو په دیجیټل کولو، د مراجعینو لپاره د اسانتیا په رامنځته کولو او وخت په سپما کې مهم رول لوبوي. یاد سیسټم عمومی ۵ ماډیولونه لري (د عریضو ثبت او راجع کول په انلاین او په افلاین ډول، د مکتوبونو ثبت او لیږل، د ریاستونو ثبت او بدلون، د کارمندانو ثبت او صلاحیتونو برخه، د راپور برخه)

  • په یاد سیسټم کې د یوي عریضی تعقیب او څارنه کیږي مثلاً کومه عریضه کوم ریاست ته راجع شوي او کوم اجراآت ورباندی ترسره شوي کننه؟
  • همدارنګه ریاستونه کولي شي چی مکتوبونه د ضمایمو سره د سیسټم له لاري صادر او وارید کړي.

د عرایضو او مکتوبونو د مدیریت سیسټم.

۱

تر دې دمه د وزارت په 14 سیمه ایزو ترازوګانو (ننګرهار ولایت تورخم ترازو، ننګرهار ولایت حلقوی سړک ترازو، میدان وردګ ولایت د سیاه سنګ ترازو، د سمنګانو ولایت اړوند دهن تور ترازو، ابخورک ترازو، دره کلان ترازو، تنګی شیخه ترازو، بادخانه ترازو، چهارتاق ترازو د سرپل ولایت ګلورز ترازو او د سرپل ولایت چنګیزی ترازو ، د بغلان ولایت د پل دوشی او کرکر ترازوګانو)کې یاد سیسټم نصب شوي او  نورو ترازوګانو ته د پراختیا په حال کې دی. په لومړی مرحله کې د وزارت په  ۲۰ ترازوګانو او بیا دویمه مرحله کې په پاتې ترازوګانو کې یاد سیسټم نصب شي. چې په اوسط ډول روزانه په اکثرو ترازوګانو کې له  ۲۰۰ څخه زیات ټرانزکشنونه ترسره کیږي.

 

بشپړ

فعال

دویم ورژن یی د پراختیا په حال کې دي

https://scale.momp.gov.af:5555

 

دا سیسټم هم د کانونو د معلوماتو د واحد سیسټم یوه برخه ده چې په تطبیق سره یې د عوادیدو په کې روڼتیا، چکټیا او زیاتوالۍ رامنځته کېږي، د تصمیم نیولو، د دقیقو معلوماتو په راټولولو، د اړوند خطرونو په مدیریت، د کاني موادو پر وخت د  انتقال څخه څارنه او کنټرول او د کاني زیرمو په ښه مدیریت کې د پام وړ آسانتیا رامنځته کوي. همدارنګه د قوانینو او مقراراتو په چوکاټ کې د فساد ساحه  محدوده کوي او د غیر قانوني کړنو څخه مخنیوی کوي. د یاد سیسټم مهی (مکتوب یا حکم ثبت، موټر خالی او معه بار ثبت، منرال ثبت،یوزر ثبت او راپور) برخی دي.

  • یاد سیسټم په اتومات ډول چک کوي چې ایا شرکت بیلانس لری یا نه؟ که بیلانس ونلری نو اخطاریه ورکوي او اجازه نه ورکوي تر څو کاني مواد انتقال شي.
  • که چیرته بیلانس ولری بیا ګوری چې آیا همدغی منرال لپاره یاد شرکت حق الوزن او رویالټی تحویل کړي کننه؟  که یی نه وي تحویل کړي د انتقال اجازه نه ورکوي.
  • همدارنګه د انتقالاتو بشپړ جزیات په اړونده پارچه د QR Code په بڼه هم بررسی کیدلی شی
  • د معدنی موادو انتقالاتو بشپړ کنټرول (محاسبه او کنټرول) د همدی سیسټم پواسطه ترسره کیږی

یاد سیسټم هم په افلاین ډول کار کوی او هم په انلاین ډول یعنی سیسټم ډیسکټاپ بیس دي او ګزارش ورڅخه په مرکزی ډیټابیس کې په ویب بیس بڼه اخیستل کیږی

د لوړ وزن لرونکو ترازوګانو (تلو) د مدیریت سیسټم.

۲

دا سیسټم د عوایدو د تنظیم ریاست مربوط دي. دا سیسټم د مالیې وزارت د عوایدو سیسټم (RMIS) سره وصل دی او ترڅنګ یې د وزارت په مرکزي او ولایتي ریاستونو کې ورڅخه ګټه اخیستل کیږی. په مرکز او ټولو ولایاتو کې اوسمهال فعال دی. په ټولیزه توګه 68 یوزرونه لری.

 

بشپړ

فعال

د تطبیق په حال کې دي

http://172.20.3.18:443/login

http://180.94.92.122:443

 

 

یاد سیسټم د NTRS پرځای ایجاد شوی دي. دا سیسټم هم د کانونو د معلوماتو د واحد سیسټم یوه برخه ده چې د ملي عوایدو په راټولولو، ګزارشاتو او تصمیم نیونه کې یې اړینې او لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي دی .اوسمهال اړتیا سره سم  د یاد سیسټم څخه د کانونو وزارت  ۴۰ نوع تعرفی صادریږی او آویزونه یی ثبت کیږی. د یاد سیسټم عمومی برخی (دیشبورد، د عوایدو د معلوماتو د ثبت برخه، د تعرفه دی تائیدی برخه، تعرفی پرنټ برخه، د آویز ثبت برخه، د راپورونو برخه، او صلاحیتونه)

  • ټول مرکزی ریاستونه پکی د عوایدو د تنظیم ریاست ته د تعرفی  معلومات لیږی او د عوایدو ریاست ورته تعرفه صادراوی.
  • ولایتی ریاستونه هم د تعرفی د پرنټ او آویزونو د ثبت اجازه لري.

د عوایدو د مدیریت سیسټم

۳

اوسمهال د کاډسټر او منرالونو د تنظیم عمومی ریاست، د جیولوجیکی معلوماتو د مدیریت عمومی ریاست د یاد سیسټم څخه استفاده کوي. یاد سیسټم د پلي کیدو په حال کې دي. د مالیې وزارت د ګمرکونو سیسټم (اسیکودا) سره وصل دي تر څو بیرون ته صادارونکی کاني موادو باندی سمه څارنه او کنټرول وشي

د یاده ونی وړ ده چې په یاد سیسټم کې د لوي قراردادونو ماډیول تر کار لاندی دی.

 

بشپړ

فعال

د پراختیا په حال کې

http://172.20.3.12:8181

 

یاد سیسټم د MCAS پرځای ایجاد شوی دي. دا سیسټم هم د کانونو د معلوماتو د واحد سیسټم یو مهم فرعی سیسټم دي چې د قراردادونو ټوله پروسه ډیجیټل کوي(د سروی شویو ساحو خلاصه راپورنه، علانونه، غوښتني، داوطلبۍ، ارزونه، تعهدات، د قراردادونو پلي کول، د قراردادی شرکتونو معلومات او د کانونو صادراتو کنټرول) شامل دي. د فساد کچه محدوده وي او د کاري بهیر په چټکتیا کې مهم رول لوبوي همدارنګه د راپور ورکولو او پریکړو نیولو برخه کې یی آسانتیا رامنځته کړي دي. د دي سیسټم ماډیولونه (دیشبورد، جیولوجیکی معلوماتو برخه، قراردادونو د تنظیم برخه، قراردادونو تطبیق، صادارات او انتقالات) دي.

د قراردادونو د مدیریت سیسټم

۴

د جیولوجیکی معلوماتو عمومی ریاست کې ورڅخه استفاده کیږی چې تراوسه په کې 1310 تفصیلی راپورونه 471 خلاصه راپورونه او 699 محدودی (فعال، غیرفعال، فسخ) ثبت شوي دي.

بشپړ

فعال

http://172.20.3.17:8080

 

په یاد سیسټم کې د کانونو پخواني او خلاصه شوي راپورونه ثبت او ساتل کیږی. د معلوماتو په خوندیتوب کې او د کاري بهیر په چټکتیا کې مهم رول لري.

د جیولوجیکي راپورونو د آرشیف سیسټم.

۵

د جیولوجیکی معلوماتو عمومی ریاست کې ورڅخه استفاده کیږی

بشپړ-فعال

10.10.1.10

اوسنی

http://172.20.3.22:8011

 

Afghanistan Geological Survey سیسټم چې پخوا جوړ شوي وو او د MIS ریاست لخوا د مقام د هدایت پر بنسټ بیرته فعال شو او ورته انکشاف ورکړل شو. په یاد سیسټم کې د کانونو پخواني سروی راپورونه او اړینه ډیټا ساتل کیږی او د معلوماتو په خوندیتوب او د کاري بهیر په چټکتیا کې مهم رول لري. یاد سیسټم (Archive Database, Mineral Resource Database, Map Database) ماډیولونه لري.

د افغانستان د جیولوجیکي سروې سیسټم  (AGS)

۶

یاد سیسټم د کارکوونکو چارو ریاست مربوط دي او ERP سیسټم یوه برخه ده اوسمهال په مرکز او ۱۸ ولایتی ریاستونو (کابل، لوګر، ننګرهار، غزنی، پروان، کاپیسا پنجشیر، میدان وردګ، بامیان، هرات، کندهار، هلمند، بدخشان، تخار، بغلان، کندوز ، سمنګان او مززار شریف) کې تطبیق شوي دي او پاتې نورو ولایاتو ته د پراختیا په حال کې دې. هر کارمند ته پکې یوزر جوړیږی چې تعداد یی له ۲۰۰۰ څخه هم لوړیږی.

فعال او په ولایاتو کې د پلې کیدو  په حال کې دي

http://192.168.0.253:81

 

یاد سیسټم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ محترم وزارت څخه راوړل شوي دي چې د MIS ، IT  او HR ریاستونو لخو په پلې شوي دي.

مامورینو د حاضري، رخصتیانو وغیره په اړه دقیق معلومات وړاندی کوي، همدارنګه د وخت سپما، پر وخت څارنه، د معلوماتو تحلیل او مامورینو د حاضري راپور ورکولو کې مهم رول لري.

  • اړوند ریئس کولي شي چې د خپلو مامورینو حاضری کنټرول کړي
  • هر کارمند کولي شي چی د خپلی حاضری بشپړ راپور اوینی لکه د رخصتیو بیلانس، دفتر ته د تګ راتګ وخت وغیره.

د الکترونیکي (برېښنایي) حاضرۍ سیسټم

۷

دا سیسټم هم د کانونو د معلوماتو د واحد سیسټم یوه برخه ده

یاد سیسټم چی د تفحص او اکتشاف لوی ریاست مربوط دی تر دا مهاله نه دی کوم معلومات په کې ندی ثبت شوي.

بشپړ

د پلې کیدو په حال کې

http://smis.momp.gov.af

 

د نیازمندی شعبی اړتیا مطابق په یاد سیسټم کې سروې شویو سیمو، د وزارت لخوا سروی ګانو لپاره ګمارل شویو انجنیرانو، د سروی راپورونو او په سفر کې د وسایطو په اړه معلومات ثبت کیږي چې اړونده برخه کې یې اړینې آسانتیاوی رامنځته کړي.

د تفحص او اکتشاف چارو د مدیریت سیسټم

۸

داخلی تفتیش ریاست مربوط دی چې تر دا مهاله ورڅخه استفاده نده شوي

بشپړ دی

خو تطبیق شوی نه دی

یاد سیسټم د اړتیا پر بنسټ جوړشوي چې اړونده چارو کې یی اړینی آسانتیاوی – روڼتیا او چټکتیا رامنځته کړي. پدي سیسټم کې د ریاست پلانونه او د تفتیش اړوند ګزارشونه ثبت کیږی.

یاد سیسټم د معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست په کلنی پلان کې وو او دهغوی سره په همغږی جوړ شوي دي تر دامهاله تطبیق شوي نه دي.

داخلی تفتیش چارو د مدیریت سیسټم

۹

د ERP سیسټم یوه برخه ده چې په مالی او حسابی ریاست او تدارکاتو محترم ریاست کې ورڅخه ګټه اخیستل کیږی.

بشپړ

د تطبیق په حال کې

http://172.20.3.40:443

 

یاد سیسټم د مالي او حسابی ریاست د اړتیا او د مقام د حکم پر بنسټ جوړشوي دي چې اړونده برخه لکه د خزاندارانو اړوند په چارو کې یی ډیره آسانتیا رامنځته کړی ده، تر څو ترلاسه شوي، مصرف شوي او پاتي پرداختونو په اړه کره معلومات د اسنادو سره ترلاسه شي.

د مالي او حسابي چارو د مدیریت سیسټم.

۱۰

د ERP سیسټم یوه برخه ده چې په مرکز کې د اداری او خدماتو ریاست مربوط کیږی.

تر دا مهاله یواځی د اجناسو د موجودګې برخه کې بعضی معلومات ثبت شوي دي او نوری برخی یی نه دی استفاده شوي

بشپړ شوی دی

د تطبیق په حال کې دي

https://ims.momp.gov.af

 

یاد سیسټم د مقام د حکم او د اداری او خدماتو ریاست د اړتیا پر بنسټ جوړ شوي دي چې اړونده چارو کې یی اړینې آسانتیا،روڼتیا او چټکتیا رامنځته کړي. په دي سیسټم کې د اجناسو ټول ریکارډ لکه (په ګدام کې موجوده اجناسو، قرطاسیه، روغنیات، ټرانسپورټ، ساختمانی برخې،  توزیع شوي اجناسو او د ریاستونو لپاره اړینو اجناسو پیشنهاداتو ) په اړه مفصل معلومات ثبت او ګزارش ورڅخه ترلاسه کیږی

د اجناسو او ګدام داري د مدیریت سیسټم.

۱۱

دا سیسټم د قراردادونو سیسټم یوه برخه ده چې په مرکز کې اړتیا سره سم د جیولوجیکی معلوماتو د مدیریت لوی ریاست ورڅخه ګزارش اخلی

بشپړ دي

http://172.20.3.12:8181

 

یاد سیسټم د جیولوجیکی معلوماتو د مدیریت عمومی ریاست د اړتیا پر بنسټ جوړشوي دي چې اوسمهال مجموعاً ۵ ماډیولونو کې ګزارش تری اخیستل کیږی لکه: د سروی خلاصه راپورونو برخه (One pagers)، بلاکونه (Blocks)، شرکتونه (Companies) ثبت شوي منرالونه (Minerals) او د منرالونو څخه تر لاسه شويو عوایدو برخه (Minerals Revenue)

د جیولوجیکي معلوماتو د ګزارشدهی سیسټم.

۱۲

دا سیسټم هم د کانونو د معلوماتو د واحد سیسټم یوه برخه ده چې په مرکز کې د لابراتوار ریاست لخوا ورڅخه ګټه اخیستل کیږي.

بشپړ تطبیق په حال کې

http://172.20.3.17:3040

 

په یاد سیسټم کې رسمی او شخصی آزمایښتونو، معدنی منرالونو نمونو، پایلو او تر لاسه شویو عوایدو په اړه معلومات ثبت کیږي. یاد سیسټم د عوایدو او جوازونو سیسټم سره وصل دي

د لابراتواري معلوماتو د مدیریت سیسټم

۱۳

د ERP سیسټم یوه برخه ده چی یواځی اداری او خدماتو ریاست ورته لاسرسی لری

بشپړ تطبیق په حال کې

 

یا د GPS سیسټم د اداري او خدماتو ریاست لخوا د بیرون څخه اخیستل شوي دي پدي سیسټم کې د فعالو، غیرفعالو، توظیف شويو، وسايطو او اړوند ډریورانو په اړه معلومات ثبت کیږي. همدارنګه د وسایطو د موقعیتونو په اړه انلاین معلومات ترلاسه کیږی

د ټرانسپورټ د مدیریت سیسټم.

۱۴

د دعوت او ارشات ریاست مربوط یو مبایل اپلیکیشن دي

بشپړ

https://apkpure.com/dig-mis/com.momp_mis_store.dig_mis

 

 

دعوت او ارشاد اپلیکیشن د دې لپاره ډیزاین شوې چې دولتي کارکوونکو او نورو د دیني او ټولنیزو علومو لیواله کسانو ته یو ډیجیټلي تعلیمي چاپېریال برابر کړئ. د دې برنامې موخه دا ده چې دیني محتوا او ارشادي معلومات د هوښیار موبایل له لارې په آسانۍ سره د لاسرسی وړ وی. یاده برنامه لاندې برخې لري:

  • کتابونه (چې د دعوت او ارشاد له لوري تدریس کېږي)
  • د شکایتونو اورېدو برخه
  • د پوښتنو او ځوابونو برخه
  • قرآن کریم
  • حدیثونه
  • ورځنۍ دیني او ټولنیزې پوهاوي

دعوت او ارشاد مبایل اپلیکیشن

۱۵

دIMIS سیسټم یوه برخه ده چې د ارشیف ماډیول یی بشپړ شوي او د کارشناسانو د چارو برخه یی تر کار لاندی ده

د کار لاندی دی

https://acp.momp.gov.af

 

په دې سیسټم کې هغه اسناد چې له ۲۰۰۸ کال راهیسې د مس عینک پروژې په آرشیف کې موجود دي، د پروژې قراردادونه، د مس عینک د پروژې د کارکوونکو معلومات، د هغو کارکوونکو معلومات چې د چینایانو له لوري په ساحه کې ګمارل شوي، مکتوبونه، ضمیمه اسناد، احکام او قوانین د طی مراحل وروسته د PDF فایلونو په بڼه خوندي کېږي.

همداراز، دا سیسټم د ریاست، اجرائیوي مدیریت، آمریتونو او متخصصینو فعالیتونه په منظم ډول مدیریت کوي، او د موضوع د محتوا په پام کې نیولو سره، متوقع نتایج، سلنه (فیصدي)، د کار پرمختګ، ننګونې او د حل لارې په جلا جدول کې ثبت او ذخیره کېږي.

د مس عینک چارو د مدیریت سیسټم

۱۶

دا سیسټم هم د کانونو د معلوماتو د واحد سیسټم یوه برخه ده چی تر دا مهاله یی د ګران بیه او نیمه ګران بیا ډبرو د جوازونو برخه باندی کار جریان لری

د کار لاندی

http://172.20.3.17:3010

 

په دي سیسټم کې د ګران بیه او نیمه ګران بیا ډبرو د جوازونو ترڅنګ د پروسس جوازونه، د ساختمانی موادو جوازونه، حرفه ای جوازونه به د همدی سیسټم څخه صادریږی. دا سیسټم به د مالیې وزارت د ګمرکونو سیسټم سره وصل شي

د جوازونو مدیریت سیسټم

۱۷

د ERP سیسټم یوه برخه ده

د کار لاندی

لینک؟

د دي سیسټم اصلی اهداف په په لاندي ډول دي لکه:

د پلانونو او راپورونو د ډول او کیفیت د صحت تضمین
د وخت له ضایع کېدو مخنیوی،
د اړوندو ریاستونو لخوا د پلانونو او راپورونو اتومات ثبت
د اړوندو ریاستونو لخوا د نظارت او ارزونې چک‌لیست ثبت
د پلانونو او راپورونو د ثبت بهیر ساده کول
د پلانونو، راپورونو او د معدن سکتور احصائیوي معلوماتو ساتنه او نگهداري
د پلان جوړونې، راپورونو راټولولو او احصائیوي معلوماتو په برخه کې دقیقه پاملرنه

د پلان ګزارشدهی او نظارت سیسټم

۱۸

دا سیسټم هم د کانونو د معلوماتو د واحد سیسټم یوه برخه ده

 

د کار لاندی دی

لینک؟

یاد سیسټم د غیر قانوني کان‌کېندنې د فعالیتونو د ثبت لپاره جوړیږی. د دې سیسټم منابع د معادن او پترولیم وزارت مرکزي او ولایتي واحدونه، کشفي او امنیتي ارګانونه او نور اړوند ارګانونه دي.

په دې سیسټم کې د هیواد د معدني موادو د غیر قانوني استخراج او انتقال ټول معلومات د یادو منابعو له لارې راټولیږي، ثبتېږي، او اصولي اجراآت پرې ترسره کېږي. همداراز، د سیسټم څخه میاشتني، ربع وار او کلني راپورونه هم چمتو کېږي:
د هیواد د غیر قانوني استخراج او انتقال/قاچاق معدني موادو لپاره یو موټی معلوماتي بانک درلودل
د هغو اشخاصو او افرادو پېژندنه او ثبت چې د غیر قانوني استخراج او انتقال/قاچاق کې دخیل دي
د غیر قانوني استخراج او انتقال/قاچاق څخه مخنیوی
د دې ریاست ځانګړو کارکوونکو ته د سیسټم ته لاسرسی، تر څو ګزارشونه ثبت کړي
په غیر قانوني استخراج او انتقال کې د شفافیت، مؤثریت او اغېزمنتیا رامنځته کول

د محافظت معادن چارو د مدیریت سیسټم

۱۹

دا سیسټم هم د کانونو د معلوماتو د واحد سیسټم یوه برخه ده

۱۴۰۵ کال پلان

په یاد سیسټم کې به ټولو د کانې منرالونو د نمونو  په اړه معلومات ثبت کیږی

د کانې منرالونو د نمونو د ثبت او موزیم سیسټم

۲۰

دا سیسټم هم د کانونو د معلوماتو د واحد سیسټم یوه برخه ده

۱۴۰۵ کال پلان

  • په معدنی ساحو کې د استخراج شویو معدنی موادو د تخمینی ارقامو په اړه معلومات ثبت کول
  • د معدنی ساحو په اړه د تخنیکی تفتیش ګزارشونو ثبت کول

تخنیکی تفتیش د چارو د مدیریت سیسټم

۲۱

 

۱۴۰۵ کال پلان

  • د وزارت مقام د حکم پر بنسټ د کتابخانی اړوند چارو کې د آسانتیا په موخه یاد سیسټم جوړیږی

کتابتون د مدیریت سیسټم

۲۲

 

۱۴۰۵ کال پلان

د کانونو او پټرولیم وزارت هغه معلومات چی عام ولس ورته اړتیا لری نشری کیږی

اطلاعاتو او عامه اړیکو مبایل آپلیکیشن

۲۳

د اداری او عملیاتی چارو عمومی سیسټم یعنیERPیوه برخه ده.

۱۴۰۵ کال پلان

په یاد سیسټم کې به تدراکاتو دغه عمومی برخی شاملی وي لکه: د ریاستونو د اړتیاو پیژندل، د اړتیاو مشخص کول، د پلورونکي پیژندنه او انتخاب، د پیرل شويو اجناس اړوند اسناد او د قراردادونو مدیریت وغیره.

د تدارکاتي چارو د مدیریت سیسټم.

۲۴

دا سیسټم هم د کانونو د معلوماتو د واحد سیسټم یوه برخه ده  چې په آنلاین ډول به ورته عام ولس لاسرسی لری.

۱۴۰۵ کال پلان

لدي سیسټم څخه به عام ولس په آن لاین ډول لیدنه کوي ترڅو د کانونو په اړه هر اړخیر معلومات ترلاسه کړي او ملت ته به یو ځواب ویونکی سیسټم وي.

د روڼتیا پورټال.

۲۵

 

اړتیا ته په کتو نور سیسټمونه به په راتلونکی کی جوړ شي