د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د فنګویان چین لمټېد کمپنۍ له رئیس سره ولیدل

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۲ - ۱۲:۵۵
طط

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د چین هېواد فنګویان لمټېد کمپنۍ له رئیس او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دغه لیدنه کې یې د افغانستان د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې په شته فرصتونو خبرې وکړې او په هېواد کې د سرتاسري امنیت په اړه بحث او نظرونه شریک کړل.
د یادې کمپنۍ رئیس د هېواد د نفتو د کانونو په برخه کې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړه ویې ویل: یاده کمپنۍ د عصري وسایلو او متخصصو کارمندانو په درلودو سربېره د اکتشاف په برخه کې د مډرنو وسایلو او د 2013 کال راپه دېخوا د قرغزستان هېواد د نفتو د استخراج او پروسس په برخه کې په کار بوخت دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ورته د ښه راغلاست تر څنګ د یاد شرکت څخه وغوښتل چې خپله طرحه او پروپوزل وړاندې کړي، او په همدې موخه یې ورسره د لازمو همکاریو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۰:۴۰
Background image

د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه


د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ ماوې سیمې کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ د یاد ولایت د کانونو رئیس مولوي سید رحیم د کمېټې غړو سیمه یزو مسوولینو د ولایتي ادارو د بېلابېلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۴:۱۵
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د والي استازی، د کانونو رئیس، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۲:۲۷
Background image

د کونړ ولایت نفرایټ ډبرو داوطلبي ترسره شوه

د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ د کوزچنچن سیمې د (۵.۴۹) ټنه نفرایټ ډبرو د پلور داوطلبي د منرالونو د تنظیم او کاډسټر عمومي رئیس ملا عبدالرحمن رحماني، ټاکلي هئیت او داوطلبو شرکتونو په. . .

بېرته خبرونه ته