د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ترکیې هېواد امي اوغلو مرمر کمپنۍ له رئیس سره ولیدل

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۹ - ۹:۷
ss

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ترکیې هېواد امي اوغلو مرمر کمپنۍ  له رئيس ښاغلي رجب مصطفی او د انادولو علماوو له رئیس شیخ عمر فاروق سره په خپل کاري دفترکې ولیدل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ترکیې او افغانستان په ګډو دیني مشترکاتو په اړه خبرې وکړې زیاته یې کړه: افغانستان د کاني زېرمو له پلوه یو بډایه هېواد دی، په ټول هېواد کې ډاډمن امنیت دی، بهرني سوداګر کولای شي چې دافغانستان د کاني زېرمو په برخه کې پانګونه وکړي، په ځانګړې توګه د مرمر، رخام ډبرو په اړه چې په کندهار او هرات ولایتونو کې شتون لري د پانګونې خبره وکړه.
همدا راز د یادې کمپنۍ رئیس د افغانستان او ترکیې د مشابه کانونو په اړه خبرې وکړې ویې وویل: زموږ کمپنۍ د 40 کلونو راهیسې په ترکیه کې د کان کیندنې په برخه کې کار کوي، موږ د رخام او مرمر کانونو په برخه کې چې دافغانستان په هرات او کندهار ولایتونو کې شتون لري پانګونې ته چمتو یو.
په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هغوی له لېوالتیا څخه چې د مرمراو رخام کانونو په برخه کې درلوده مننه وکړه، د پانګونې لپاره د زمینې برابرولو په موخه یې ورسره د همکاریو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۲۰:۴۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوي د ازبکستان د کانونو او صنایعو له وزیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنيکي پلاوي د ياد وزارت د مقام د پټروليم اړوند چارو ستر سلاکار مولوي احمدجان په مشرۍ او په تاشکند کې د افغانستان اسلامي امارت سفير په شتون کې د ازبکستان د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۲۱:۱۵
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۳۰مه نېټه، د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د. . .

بېرته خبرونه ته