د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د پکتیکا ولایت له مشرانو سره ولیدل

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۳:۴۴
xx

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د یکشنبې په ورځ د 16/7/1402 نېټې د پکتیکا ولایت له مشرانو سره په خپل کاري دفترکې ولیدل.
د پکتیکا ولایت مشرانو د مننې ترڅنګ  د اسلامي امارت او دیاد ولایت خلکو ترمنځ د همغږۍ او اړیکو په دوام ټېنګار وکړ، خپلې ستونزې او غوښتنې یې واو راولې، او ژمنه یې وکړه چې د پکتیکا ولایت خلک به د تل په څېر داسلامي نظام ترڅنګ ولاړ وي او د هرډول همکاریو ډاډ یې څرګند کړ.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هغوئ د ستونزو او غوښتنو له اورېدو وروسته د کانونو دقانون او طرزالعمل مطابق ورسره د همکاریو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۲۰:۴۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوي د ازبکستان د کانونو او صنایعو له وزیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنيکي پلاوي د ياد وزارت د مقام د پټروليم اړوند چارو ستر سلاکار مولوي احمدجان په مشرۍ او په تاشکند کې د افغانستان اسلامي امارت سفير په شتون کې د ازبکستان د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۲۱:۱۵
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۳۰مه نېټه، د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۸:۲۳
Background image

د طوطي میدان ګازي بلاک تخنیکي ستونزو د حل په موخه د افغانستان او ازبکستان استازو ګډه ناسته ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي او مسلکي پلاوي د طوطي میدان ګازي بلاک د تړون اړوند شته تخنیکي ستونزو د ګډې ارزونې او حل‌لارې موندلو په موخه د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته سفر کړی دی.

د. . .

بېرته خبرونه ته