د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د چین هېواد له سفیرسره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د چهارشنبې په ورځ د 12/7/1402 نېټې د چین هېواد له سفیر او مل پلاوي سره په خپل کاري دفترکې ولیدل.
په دغه لیدنه کې د مس عینک د کار او پرمختګ او آمو دریا پروژو او همدارنګه د مس عینک پروژې شته ستونزې تر بحث او څېړنې لاندې ونیول شوې او د یادو پروژو د چټکتیا په موخه لازم تصمیمونه ونیول شو.