د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د مالګې کمیټې له غړو سره وکتل
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د مالګې کمیټې له غړو سره په کتنه کې د دوی د تیرې اونۍ کاري راپورونه چې د یادې کمیټې له خوا وړاندې شوي وو واورېدل. او د مالګې پالیسي جوړولو او د قراردادیانو ستونزو د حل نهايي کېدو په اړه خبرې وکړې.
همدارنګه په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کمیټې د غړو د وړاندیزونو او نظرونو د اوریدو وروسته د مالګې سکټور د کاري بهیر د ښه والي او اغیزمن مدیریت په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.