د زمردو ملي سوداګرو سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست لیدنه
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د پنجشیر ولایت د زمردو داوطلبۍ ګټونکي ښاغلي فخرالدین او یو شمېر نورو ملي سوداګرو سره ولیدل.
په دغه لیدنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل: الحمدالله د پنجشیر ولایت په ګډون په ټول هېواد کې سرتاسري امنیت تامین ده او همدارنګه په کانونو باندې د پانګونې په برخه کې به د یاد ولایت خلکوته د کار زمینه برابره شي.
د زمردو سوداګرو له خصوصي سکټوراو پانګوالو څخه داسلامي امارت د ملاتړ مننه وکړه.