د افچین کمپنۍ له رئیس سره د وزارت سرپرست کتنه
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د افچین کمپنۍ له رئیس ښاغلي شي او مل پلاوي سره د پنجشنبې په ورځ د 26/5/1402 نېټې په خپل کاري د فتر کې ولیدل.
په دغه لیدنه کې د افچین کمپنۍ رئیس د وروستیو کارونو د پراختیا او فعالیتونه په اړه خبرې وکړې. او همدارنګه یې د یادې پروژې د کار ښه والي، چټکتیا په اړه نظرونه شریک کړل.
په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د استخراج په روڼتیا، د کار او فعالیت او نورو مواردو باندې ټېنګاروکړ.