کونړ کې د کانونو ساتنې او څارنې په پار ځانګړې کمېټه جوړه شوه

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۰ - ۸:۳۳
2

د ا.ا اقتصادي کمېسیون د پرېکړې تطبیق په پار د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري په مشرۍ  یو پلاوی  د سه شنبې په ورځ د 19/2/1402 نېټې کونړ ولایت ته خپل سفر وکړ او د کونړ له مرستیال والي سره د کتنې ترڅنګ یې د دغه ولایت د یو شمېر ادارو له مسوولینو سره ناسته وکړه.
ښاغلي صابري د اقتصادي کمېسیون د پرېکړې په اساس دغه ولایت کې د کانونو چارو رئیس په مشرۍ د مستوفيت، اقتصاد، استخباراتو، امنیه قوماندانۍ، کرنې، چاپيريال ساتنې، برېښنا، صنعت او سوداګرۍ او سينديزه حوزې رییسانو ګډه کمېټه جوړه کړه چې د کانونو څارنې او حفاظت په برخه کې به اغېزمنې هڅې وکړي. 
ورپسې د کونړ مرستیال والي مولوي عبدالله حقاني او نورو ګډونوالو د کانونو د مسلکي کیندنو او د خلکو ستونزو د حل په برخه کې خپلې غوښتنې یاد پلاوي ته وړاندې کړې او په دې برخه کې د وزارت د پوره همکاریو هیله وکړه.
او همدارنګه د پلاوي غړو مولوي مطيع الله حقـاني، مفتي عبدالحميد اخندزاده، انجينر مرتضی واحدي او انجينر پوپل فيضي هم د یادو موضوعاتو په اړه خپل نظرونه شریک او د همکاریو ډاډ یې ورکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۰:۴۰
Background image

د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه


د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ ماوې سیمې کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ د یاد ولایت د کانونو رئیس مولوي سید رحیم د کمېټې غړو سیمه یزو مسوولینو د ولایتي ادارو د بېلابېلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۴:۱۵
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د والي استازی، د کانونو رئیس، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۲:۲۷
Background image

د کونړ ولایت نفرایټ ډبرو داوطلبي ترسره شوه

د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ د کوزچنچن سیمې د (۵.۴۹) ټنه نفرایټ ډبرو د پلور داوطلبي د منرالونو د تنظیم او کاډسټر عمومي رئیس ملا عبدالرحمن رحماني، ټاکلي هئیت او داوطلبو شرکتونو په. . .

بېرته خبرونه ته