د مدني ټولنې غړو لپاره د عامه پوهاوي برنامه

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۲ - ۱۵:۱۷
یب

د روان کال د چنګاښ میاشتې د  ۲۰ مې څخه تر ۲۳ مې په هرات ولایت کې د مدني ټولنې غړو لپاره د عامه پوهاوي برنامه په لاره اچول شوي وه. په یاده برنامه کې د اړینو موضوعاتو لکه د افغانستان د استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت (AEITI) د پیژندنې سربېره، د استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت (EITI) شرطونو او اړتیاوو، ټولنیزې هوکړې او د هغو اثرات پر چاپیریال ساتنې، په هرات ولایت کې د کانونو اوسني وضعیت، جنډر او په استخراجي سکټور کې د ښځو د ونډې ترڅنګ، د روڼتیا پورټال او د هغې ګټې په مفصله توګه ګډونوالو ته بیان شوې

د یادونې وړ ده چې یاد پروګرام د AEITI د ملي سکرتریت – مدني ټولنې ټاکنیزو حوزو د غړو – جنډر – د RDF دفتر او د هرات د کانونو ریاست لخوا د GIZ په مالي مرسته وړاندې شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۷:۴۴
Background image

په پلاز مینه کې د شکایتونو اورېدلو صندوقونه نصب شول

داطلاعات اوعامه اړیکوآمریت د شکایتونو د اورېدلو او اړوندو ستونزو ته د لا ښه رسېدو په موخه، د کانونو او پټرولیم وزارت د ننه، د تخنیکي خدماتو آمریت او د کابل کانونو ریاست کې د شکایتونو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۲۰:۵۲
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د بادغیس ولایت له کانونو څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري او مل پلاوي بادغیس ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې دیاد ولایت د بېلا بېلو کانونو په ځانګړې توګه د ګچو کانونو څخه لیدنه وکړه.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۱۸:۴۵
Background image

د پنجشېر ولایت زمردو داوطلبي ترسره شوه

یو لک‌،شپږ څلویښت زره او دري سوه(١۴۶٣٠٠) امریکایي ډالرو په ارزښت د پنجشېر ولایت د دوه زره دوه سوه نه(٢٢٠٩) قیراطه زمردو داوطلبي د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې د والي د استازي، د کانونو رئیس. . .

بېرته خبرونه ته