د پنجشېر ولایت زمردو داوطلبي ترسره شوه

یو لک،شپږ څلویښت زره او دري سوه(١۴۶٣٠٠) امریکایي ډالرو په ارزښت د پنجشېر ولایت د دوه زره دوه سوه نه(٢٢٠٩) قیراطه زمردو داوطلبي د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې د والي د استازي، د کانونو رئیس د پنجشېر سیمهیزو مسوولینو، کان کیندونکو او رسنیو په شتون کې د چهار شنبې په ورځ په۱۴۰۴/۱/۶ نېټه د یاد ولایت په تالار کې ترسره شوه.
په دغه داوطلبۍ که ګڼ شمېر ملي سوداګرو برخه اخیسته وه، چې د هغو له جملې څخه اوه تنه د(٢٢٠٩) قیراطه زمرد په(۱۴۶۳۰۰) امریکايي ډالرو په ارزښت ګټونکي اعلان شول.