محمد هارون چخانسوري: بامیان د استخراجي صنایعو په زون بدلیږي
د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري نن سهار د بامیان ولایت له والي حاجي سید انور رحمتي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دغه کتنه کې د بامیان ولایت د کاني زېرمو، په ځانګړي ډول د حاجي ګک د اوسپنې کان، د ډبرو سکارو د کانونو او د غیرقانوني کیندنو څخه د مخنیوي په څرنګوالي بحث وشو.
د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري وویل: د پراخو کاني زېرمو د درلودلو له مخې، د بامیان ولایت د استخراجي صنایعو په زون بدلیږي او ددغه ولایت د کانونو مدیریت ته به ځانګړې پاملرنه وشي.
د کانونو او پټرولیم وزیر زیاته کړه: د غیرقانوني کیندنو د رسمي کولو لپاره د وزارت د سټراټیژۍ پر بنسټ، په ۳۴ ولایتونو کې د ساحو سروې او شناسایي ترسره شوې ده چې تطبیقي پلان یې ترتیب او ددغو ساحو ګزارش د ملي امنیت شورا، د کورنيو چارو وزارت او د ملي امنیت له ریاست سره شریک شوی دی.
د بامیان ولایت والي سید انور رحمتي د بامیان کانونو ته د کانونو او پټرولیم وزیر له ځانګړې پاملرنې مننه وکړه او د کانونو او پټرولیم وزارت په همغږۍ یې د کانونو د مدیریت په برخه کې د همکاریو ډاډ ورکړ.