په کانونو او پټرولیم وزارت کې د ودانۍ جوړولو آفرګشايي
(د پارکینګ، کاري دفترونو او د کنفرانسونو تالار) سره د تهکوي او دوه پوړیزې ودانۍ افرګشايي غونډه د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ، د پلان او پالیسۍ مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي، یو شمېر رئیسانو، ټاکلي پلاوي، داوطلبو شرکتونو په شتون کې ترسره شوه.
په دغه غونډه کې وروسته له آفرګشايي، د دریو داوطلبو شرکتونو پروپوزلونه د ارزونې په موخه ټاکلې کمېټې ته وسپارل شول.