په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه

kamran_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۵:۱۱
په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومې میاشتې په ٢٨مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د والي استازی، د کانونو رئیس، د اړوندو ادارو سیمه‌ییزو مسوولینو، کان کیندونکو، د هېواد د بېلابېلو برخو څخه ملي سوداګرو او د رسنیو استازو ګډون کړی وو.
په یاده بولۍ کې(٧٥١٣) قیراطه زمرد د(٦٧٥٩٦٧١)شپږ میلیونه اووه سوه نهه پنځوس زره شپږ سوه یو اویا افغانیو  په ارزښت د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول، چې دا د کانونو د عوایدو د زیاتوالي او پانګوالو ته د لا زیاتو فرصتونو برابرولو لپاره مهم ګام بلل کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۲۰:۳۲
Background image

د هرات ولایت د سمنټو پروژې ساختماني چارې پیل شوې

د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ د سمنټو پروژې عملي چارې د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۸مه نېټه، د یکشنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

بېرته خبرونه ته