په میدان وردګو ولایت کې د سرب او انټیموني د پروسېس کارخونه پرانیستل شوه

kamran2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۶:۲۴
minister

په میدان وردګو ولایت کې د افغان قرغیز د سرب او انټیموني د پروسېس کارخونه د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملاهدایت الله بدري، د چارو ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق انور، د یاد ولایت والي، امنیه قومندان او د بېلابېلو ادارو استازو سیمه‌ییزو مسوولینو، د یادې کارخونې رئیس او د رسنیو استازو په شتون کې پرانیستل شوه.
د چارو ادارې لوی رئیس د یادې کارخونې د پرانیستې په مراسمو کې وویل: د خوښۍ ځای دی چې نن موږ په هېواد کې د سرب او انټیموني د پروسېس د کارخونې شاهدان یو، په دې سره به نه یواځې دا چې زموږ اقتصاد پیاوړی شي بلکې زیات کاري فرصتونه به هم رامنځته شي.
دغه راز د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست زیاته کړه: الحمدلله اوس مهال به د سرب او انټیموني د خامو موادو پروسېس په کور د ننه ترسره شي موږ ژمن یو چې په هېواد کې د ټولو منرالونو د پروسېس په برخه کې دغسې کارخونې جوړې شي.
په پای کې د یادې کارخونې رئیس د خپلو کارونو او په ورځني ډول د ۳۶۰ ټنه ډبرو د پروسېس او په خپلو چارو کې د روڼتیا په اړه خبرې وکړې.
د یادونې وړ ده چې په دغه کارخونې کې به ۴۰۰ کسانو ته په مستقیم او ګڼ شمېر نورو هېوادوالو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

Image 1 Image 2
Image 1 Image 2

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۷
Background image

د خوست ولایت د سرو زرو کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۸مه نېټه د خوست ولایت د شمل ولسوالۍ د سورکاڼي سیمې د سرو زرو کان تړون د جاوید. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۰
Background image

د سمنګانو ولایت د سمنټو تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۸مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د سمنګانو ولایت د فېروز نخچیر ولسوالۍ د ایبک سمنټو پروژې تړون له ایبک. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۷:۲۴
Background image

ایراني پانګوالو د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړه

د کانونواو پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۳مه نېټه، د شنبې په ورځ د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر علي‌رضا بیکدلي د. . .

بېرته خبرونه ته