محمد هارون چخانسوري: بامیان د استخراجي صنایعو په زون بدلیږي

firoz_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۵ - ۱۴:۴
xss

د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري نن سهار د بامیان ولایت له والي حاجي سید انور رحمتي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دغه کتنه کې د بامیان ولایت د کاني زېرمو، په ځانګړي ډول د حاجي ګک د اوسپنې کان، د ډبرو سکارو د کانونو او د غیرقانوني کیندنو څخه د مخنیوي په څرنګوالي بحث وشو.

د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري وویل: د پراخو کاني زېرمو د درلودلو له مخې، د بامیان ولایت د استخراجي صنایعو په زون بدلیږي او ددغه ولایت د کانونو مدیریت ته به ځانګړې پاملرنه وشي.

د کانونو او پټرولیم وزیر زیاته کړه: د غیرقانوني کیندنو د رسمي کولو لپاره د وزارت د سټراټیژۍ پر بنسټ، په ۳۴ ولایتونو کې د ساحو سروې او شناسایي ترسره شوې ده چې تطبیقي پلان یې ترتیب او ددغو ساحو ګزارش د ملي امنیت شورا، د کورنيو چارو وزارت او د ملي امنیت له ریاست سره شریک شوی دی.

د بامیان ولایت والي سید انور رحمتي د بامیان کانونو ته د کانونو او پټرولیم وزیر له ځانګړې پاملرنې مننه وکړه او د کانونو او پټرولیم وزارت په همغږۍ یې د کانونو د مدیریت په برخه کې د همکاریو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۷ - ۲۰:۲
Background image

محمد هارون چخانسوري: د کانونو او پټرولیم وزارت به په راتلونکو پنځو کلونو کې د پانګونې د فرصتونو پر پراختیا تمرکز کوي

د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري په مشرۍ د کانونو کاري ګروپ (Mineral Working Group) غونډه د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه. په دې غونډه کې، د اړونده سفارتونو، ډونرانو،. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۶ - ۱۹:۲۷
Background image

د ډبرو سکارو څخه د برېښنا د تولید پر ابتدایي طرحه هراړخیز بحث وشو

د کانونو او پټرولیم وزارت رهبرۍ، د ډبرو سکارو څخه د برېښنا د تولید لپاره ابتدایي طرحه ترتیب او درې اوونۍ وړاندې یې د جمهوري ریاست له عالي مقام سره شریکه کړه.

د جمهوري ریاست عالي مقام. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۵ - ۱۹:۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر په کابل کې د ایران له سفیر سره په غونډه کې د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه بحث وکړ

د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري، نن ماسپیښین په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. په دغه کتنه کې، د اقتصادي همکاريو د پراختیا، په ځانګړي. . .

بېرته خبرونه ته