له ملي پانګوالو سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست لیدنه
د افغانستان د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور نن 24/3/1401 نېټې د امریکايي کمپنۍ A C A T collc له رئیس ښاغلي نصرالدین شنسب، د اریب اینډ مایننګ شرکت رئیس له ښاغلي غزیز الرحمن سره په خپل کاري دفتر کې ولید. چې په دغه ناسته کې د یاد وزارت تخنیکي معین ښاغلي انجینیر وحیدالله حلیمی، د پالیسي معین ښاغلي شېخ ضیاءالرحمن اریوبي او د مالي او اداري معین مولوي حسام الدین صابری هم ګډون درلوده.
په لومړیو کې ښاغلي شنسب د وزارت د مشرتابه له مېلمه پالنې مننه وکړه او وويل: د افغانستان نوی حکومت یو عزت او وياړ دی. او اوس د دې وخت رارسېدلی چې د هېواد خلک د یو د بل تر څنګ کار وکړي تر څو له دغه اقتصادي بحران څخه وژغول شو. او همدارنګه یې د هیواد د کانونو په برخه کې پانګونه اړینه وبلله چې د وزارت د سرپرست له لوري یې ستاینه وشوه. او زیاته یې کړه ټول هغه ملي او بین المللي پانګه وال چې غواړي په افغانستان کې د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي ملاتړ یې کوي او هر ډول امکانات به ورته برابروي او بل د پانګونې د اسانتیا په برخه کې به هر ډول داخلي او خارجي ستونزې د حل لپاره اقدام به کوي.