له بهرنیو پانګوالو سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست لیدنه
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د دوشنبې په ورځ 30/5/1402 له بهرنیو پانګوالو سره چې د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې غوښتونکي دي په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست له بهرنیو پانګوالو سره چې د افغانستان د معدني زیرمو په برخه کې پانګونې ته لېوال دي ښه راغلاست وویل: هغه بهرني پانګوال چې د کانونو په برخه کې د پانګونې غوښتونکي دي د کانونو او پټرولیم وزارت د بهرنیو پانګوالو د تشویق لپاره هر ډول قانوني همکاریو او د اسانتیاو رامنځته کولو ته چمتو دی.