د 7 لویو کانونو د استخراج او پروسس تړونونه لاسلیک شوو

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۹ - ۱۴:۴۷
۵۴

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین د لاور د پنجشنبې په ورځ د 9/6/1402 نېټې د ملاعبدالغني برادر آخند په شتون کې د ۷ لویو کانونو د پروسس او استخراج تړونونه د حکومت د رسنیو په مرکز کې لاسلیک کړل.

یاد کانونه لاندې شرکتونه ته:

• د تخار ولایت سمتي طلا د 310 میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت چاینا او زړور افغانستان شرکتونو ته 5 کلونو په موده .

• مس عینک 2 د 411 میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت تویار خصوصي شرکت ته د 30 کالو په موده.

• سرب و جست غور 2 بلاک د 537 میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت افغان اینویسټ او ابیکو شرکتونو ته د 30 کالو په موده.

• غوریان اول بلاک د اوسپنې کان د 2.8 میلیارد امریکایي ډالرو په ارزښت وطن درخشان، سازه های صنعتی آذارن او د ملي پراختیا شرکتونو ته د 30 کالو په موده .

• غوریان دوهم بلاک د اوسپنې کان د 874 میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د ساحل شرق میانه، ایپیکول ترکي او دره نور شرکتونو ته 30 کالو په موده.

• غوریان دریم بلاک د اوسپنې کان د 572 میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د شمش ملي او جي بي اېم بریټانوي شرکتونو ته د 30 کالو په موده.

• غوریان څلورم بلاک د اوسپنې کان د 1 میلیارد او 17 میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د باختر فولاد، احیا سپاهان او پارسیان ایراني شرکتونو ته د 30 کالو په موده.

په قرارداد ورکړل شوو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۱۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ترکیې له شارژدافیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریز کال د وري میاشتې په ۱۶مه، د یکشنبې په ورځ په خپل کاري دفتر کې د ترکیې له شارژدافیر سادین ایلدیز سره ولیدل.
په دې لیدنه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۲۱:۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوي ازبکستان ته د روزنیز پروګرام په موخه خپل رسمي سفر پیل کړ

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د انسټيټوټ ریاست په نوښت او همغږۍ سره د کانونو او پټرولیم وزارت ۱۸ تنو فني او مسلکي کارکوونکو څخه جوړ یو رسمي پلاوی، د جیوفزیک د څېړنې او سروې ریاست د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۸:۴۱
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال د وري میاشتې په ۱۱مه نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې د پنځم بلاک تړون، چې ۱۰.۵۱ کیلومټره مربع. . .

بېرته خبرونه ته