د کوچنیو کانونو تطبیق ته د نوي رئیس معرفي کېدل

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۰ - ۱۷:۴
۷

مولوي عبدالوهاب ظهیر آخندزاده چې مخکې د هرات ولايت د کانونو د رئيس په توګه دنده ترسره کوله. د وزارت د مقام 28/4/1402 نېټې د 3 شمېرې وړاندې او د ریاست الوزرا محترم مقام 9/5/1402 نېټې د 309 شمېر حکم په اساس د کوچنیو کانونو تطبیق رئیس په توګه د سه شنبې په ورځ د 10/5/1402 نېټې د پلان او پالیسي مرستیال شېخ الحدیث ضیاءالرحمن الاریوبي او یو شمېر رئیسانو له لوري د یاد ریاست کارکوونکو ته ورمعرفي شو.

 د پلان او پالیسۍ مرستیال نوي رئیس ته د مبارکي ویلو تر څنګ یې په چارو کې ورته د بریالیتوب هیله وکړه.

مولوي عبدالوهاب ظهیر آخندزاده د وزارت د محترم مقام د باور د قدردانۍ په ترڅ کې ژمنه وکړه چې د وزارت د مشرتابه پلاوي سره په همغږۍ او د دغه رياست د کارکوونکو په همکارۍ به ورسپارل شوې چارې په سمه توګه مخته وړي.

غونډه د پلان، څارنې او ارزونې عمومي رئیس مولوي مطیع الله حقاني له لوري د قران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۸:۵۴
Background image

دیدار وزیر معادن و پترولیم با هیئت قزاقستان

محترم الحاج ملا هدایت‌الله بدری، وزیر معادن و پترولیم  چهارشنبه مورخ ۱۴۰۴/۷/۱۶ با  ژانی بیک تایزانوف معین وزارت ترانسپورت، شارخان ایران معین وزارت صنعت و ساختمانی، میربیکوف یرکین رئیس. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۳ - ۱۴:۸
Background image

وضاحت

په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې آوازې خپرې شوي، چې ګویا د خان محمد وردګ په نامه کوم کس د کانونو او پټرولیم وزارت کې د مدیره پلاوي ریاست د رئیس په توګه ټاکل شوی، کانونو او پټرولیم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۲:۶
Background image

د تخنيکي پلټنې رئيس د کونړ ولايت د کانونو قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنيكي پلټنې رئيس حافظ انجنیر عبداللطيف خالد او د یاد ریاست تخنيکي ټيم، چې د کونړ ولایت کانونو څېړنه یې ترسره کړې وله د یادې څېړنې وروسته یې د. . .

بېرته خبرونه ته