د کنړ ولایت د نفرایټ او د غرني ولایت تراورټین ډبرو کان داوطلبي.

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۹ - ۱۲:۳۷
ییی

د کنړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ د نفرایټ ډبرو کان او د غزني ولایت د ناور ولسوالۍ د تراورټین کان د داوطلبۍ پروسه چې مخکې اعلان شوي وو، نن سه شنبه 19/11/1400 نېټه د کانونو او پټرولیم  وزارت په مقام کې د داوطلبي پروسه په پوره شفافه فضا کې ترسره شوه. 
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د کونړ ولایت د خاص کونړ او د غزني ولایت په ناور ولسوالۍ کې د نفرایټ ډبرو د کانونو د داوطلبي پروسه د یو شمېر رسنیو او  هغو شرکتونو چې د پروپوزلونو  په ارزونه کې یې د داوطلبۍ شرایط پوره کړي وو په شتون کې د یوې شفافې پروسې او مؤظف هیئت تر نظارت لاندې تر سره کړه،
په دغه داوطلبۍ کې د خاص کنړ ولسوالۍ د B بلاک د نفرایټ ډبرو کان د حمرا شرکت یو ټن په 250000 افغانیو او د D بلاک نفرایټ کان د عبید ایوب نوري استخراجي شرکت یو ټن په څلور سوه زره  400000 افغانیو او همدارنګه د غزني ولایت ناور ولسوالۍ تراورتین د مالستان مرادینه مرمرو د استخراج او پروسس شرکت  یو ټن په دوه زره اوشل 2020 افغانیو په ارزښت ګټونکي اعلان شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۸:۵۴
Background image

دیدار وزیر معادن و پترولیم با هیئت قزاقستان

محترم الحاج ملا هدایت‌الله بدری، وزیر معادن و پترولیم  چهارشنبه مورخ ۱۴۰۴/۷/۱۶ با  ژانی بیک تایزانوف معین وزارت ترانسپورت، شارخان ایران معین وزارت صنعت و ساختمانی، میربیکوف یرکین رئیس. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۳ - ۱۴:۸
Background image

وضاحت

په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې آوازې خپرې شوي، چې ګویا د خان محمد وردګ په نامه کوم کس د کانونو او پټرولیم وزارت کې د مدیره پلاوي ریاست د رئیس په توګه ټاکل شوی، کانونو او پټرولیم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۲:۶
Background image

د تخنيکي پلټنې رئيس د کونړ ولايت د کانونو قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنيكي پلټنې رئيس حافظ انجنیر عبداللطيف خالد او د یاد ریاست تخنيکي ټيم، چې د کونړ ولایت کانونو څېړنه یې ترسره کړې وله د یادې څېړنې وروسته یې د. . .

بېرته خبرونه ته