د کندز ولایت د سرو زرو د استخراج تړون لاسلیک شو

kamran_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۳:۵۸
news

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲۰مه نېټه د کندز ولایت د قلعه ‌زال ولسوالۍ د سرو زرو کان د استخراج تړون، چې ۵.۹۷ کیلومتره مربع مساحت لري د ۲۰ میلیونه او ۲۴۰ زره امریکایي ډالرو په پانګونې سره د اذربایجان او قرغیزستان د سفیرانو په شتون کې د سبحان مومند شرکت او د اذربایجان ریف ګروپ LLC شرکت سره د پنځو کلونو لپاره لاسلیک کړ.
یاد شرکت ژمنه وکړه، چې د ۳۰ سلنه رویالټۍ د ورکړې ترڅنګ به ۲۰۰ زره امریکایي ډالر په بېلابېلو ټولنیزو خدماتو ولګوي او همدارنګه به په مستقیم او غیرمستقیم ډول ۱۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.
د دواړو هېوادونو سفیرانو د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري له یاد شرکت سره د همکارۍ له کبله مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د دوی شرکتونه د افغانستان د کانونو په برخه کې لا زیاتې پانګونې ته لېوالتیا لري.
د کانونو او پټرولیم وزیر د هغوی د لېوالتیا هرکلی وکړ زیاته یې کړه چې د دې تړون لاسلیک د درېیو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې یو مثبت ګام دی. نوموړي وویل چې د کانونو او پټرولیم وزارت د ټولو هغو کورنیو او نړیوالو پانګوالو هرکلی کوي، چې غواړي د افغانستان د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي او د هغوی لپاره به لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۹:۱۴
Background image

د ټاپي پروژې د هرات برخې ساختماني چارې اتیا سلنه پرمخ تللي

د افغانستان په خاوره کې د ټاپي ګازو نللیکې د هرات برخې رغنیزې چارې په بېلابېلو کاري برخو کې په چټکۍ سره روانې دي او د یادې پروژې په مهمو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
دا مهال د هرات. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۹:۵۶
Background image

د سروې او جیولوجي مرستیال د کندهار له والي سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال مولوي عبدالمتین سعید، د کندهار ولایت له والي الحاج ملا محمد شیرین آخند سره د هغه په کاري دفتر کې وکتل.

News

په دغه لیدنه کې ښاغلي سعید د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۰:۴۵
Background image

د ۱:۱۰۰۰۰۰ مقیاس جیولوجیکي نقشې اخیستنې عملي چارې په درېیو زونونو کې پیل شوې

د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي معینیت اړوند د کانونو د سروې او اکتشاف عمومي ریاست د پنځه کلن کاري پلان له مخې، د ټول هېواد د ۱:۱۰۰۰۰۰ (یو په نسبت د سل زره) مقیاس جیولوجیکي. . .

بېرته خبرونه ته