د کانونو د تخنیکي تفتیش عمومي ریاست

د کانونو د تفتیش تخنیکي ریاست په کال ۲۰۰۶ کې د کانونو وزارت په سکتور کې د ننه په فعالیت پیل وکړ. او د افغانستان د تیلو د عملیاتو د څارنې، کنټرول او ارزیابی چارې یې په غاړه اخیستي.

د ریاست اصلي فعالیتونه عبارت دي له:

  • د کانونو په فعالیتونو کې د قراردادونو او خوندیتوب نورمونو پلي کول
  • د کاري ساحو، تجهیزاتو، او د ژوند چاپیریال د اسنتیاو تفتیش
  • د کان کېندنې د استخراج لپاره د مالی او فني برنامو تفتیش
  • د جریمو او زیان اوښتونکو لپاره د خسارې د ورکړې د طرزلعملونو صادرول
  • په کانون کې د زیانونو او خطراتو تفتیش
  • د غیرې قانوني کان کېندنې په اړه څیړنه، د معلوماتو راټول او  په افغانستان کې د ګازو او تیلو په برخه کې د کارونو د مؤثریت او چټکتیا لپاره ارزونه او د کوچنیو کانونو د استخراج لپاره د ازونې(تفتیش)

د تفتیش لارښود اصلي هدف:

  • د مقرراتو، ترخیص شرایطو او د ځانګړو شرایطو سره د وضعیت موافقت تعین
  • د برنامې ضروریات
  • د هر جواز لپاره د اطلاع د صحت تأییدول
  • د ترسره شویو کړنو په اړه د اسنادو را جمع کول
  • د جواز د پروسې د ملاتړ په موخه د اطلاعاتو لاسته راوړل
  • د صنعت پواسطه د ترسره کړي کار نمونه او د څارنې بشپړه ارزونه
  • وزارت ته د کان کېندنې د صنعت، چاپیریال ساتنې، د ککړتیا کنټرول، د روغتیا خوندیتوب او د چاودیدونکو سیمو د ترمیم او بیارغونې پورې اړوند مسأیلو په اړه مشورې
  • د نږدې جامعې ساتنه او هم  د جامعې د پرمختیا څارنه
  • د کان په ساحه کې د فعالیتونو ترسره کول
  • د غیر قانوني کانونو په اړه تفتیش

د تفتیش ډولونه

  • د تفتیش دفتر د قانون سره سم د مختلفو تفتیشونو لپاره اختیار لري. دا ډول تقتیش ممکن د مرکزي دفتر یا په ولایتي دفترونو کې د تفتیش واحد له لارې ترسره شي.

معمولي تفتیش: دغه تفتیش روزمره ترسره کیږي په کومو کې چې ممکن اداره عمل وکړي. مثلا د جواز اخیستونکي په اړه ډاډ ترلاسه کول ترڅو جواز اخیستونکی د منرالونو له قانون سره موافقیت وکړي او د لایسنس په دوسیه کې موافقه شوي شرایط، لکه روغتیا، خوندیتوب، او د چاپیریال ساتنې شرایط هم باید مطابقت ولري.

د شکایتونو پر بنسټ تفتیش: یاد ریاست اجازه لري ترڅو د ترلاسه شویو شکایاتونو په اړه تفتیش وکړي او همدا شان یاد ریاست ممکن د هوا، خاورې او اوبو نمونې د لا زیات تحلیل او تجزیې په اړه ترلاسه کړي. په یاد تفتیش کې د مخکینی خبرتیا پرته حیرانتیا لیدنې شاملې دي او ریاست باید وړاندیزونه چمتو کړي ترڅو حالت نور هم ښه کړي.

د تفتیش قانون

د تفتیش قانون د کان قانون په نظر کې نیول سره ترسره کیږي

د جواز لرونکی په اړه ډاډه کیدل چې جواز لرونکی د ختم له دورې وروسته کار نکوي. یاده ارزونه مخکې لدې چې د جواز لرونکي موده پای ته ورسیږي ترسره کيږي.

اداره کولائ شي ترڅو د جواز د نوي کولو په صورت کې ورته اړونده هدایات واوروي او شرطونه یې رعایت کړي. لکه څه ډول چې په قرارداد کې ذکر شوي

  • د تعقیب وروسته تفتیش: پدې کې تعقیبي معاینه ترسره کیږي په هغه صورت کې چې مشکل، نقص او یا هم ځنډیدا رامنځ ته شي، پدې صورت کې به د یو ځانګړي حالت له لارې تعقیب شي، چې دا ډول تفتیش د پلي کیدو د تصدیق لپاره ترسره کیږي.   

د سرغړونې د دریځ او اعتبار په صورت کې د لغوه او یا ځنډیدا ته دوام ورکړي

  • د عاجله ارزونه: دا هغه ارزونه ده چې په بیړنیو حالاتو کې کوم چې په لاندې ډول ذکر شوي ترسره کیږي: د زلزلې، سیلابونو او نورو طوفانونو په صورت کې ترسره کیږي چې په یادو حالاتو کې به جواز لرونکی کانونو وزارت په جریان کې اچوي ترڅو د تفتیش ریاست په اړه ژر تر ژره له یادې ساحې لیدنه ترسره کړي.
  • د کانونوغیرې قانوني ارزونه: د غیرې قانوني کانونو د تفتیش، د معلوماتو راټولول، سروې او د نظرونو د راجمع کول لپاره ترسره کیږي.
  • د نوي کولو لپاره تفتیش: دا تفتیش د قانوني ارزونې له پاره ترسره کیږي. د تفتیش اداره ممکن د جواز د نوي کولو وړاندیز وکړي، کچیرې کومه قانونې نیمګړتیا ونلري.