د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري د هرات ولایت د کان کېندنې او صنعت کارانو له اتحادیې سره لیدنه وکړه

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۵ - ۲۰:۵۱
۳۳

د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري د پالیسيو او برنامو د تسهیل مرستیال عتیق الله ذکي په شتون کې د مرمرو ډبرو له کان کېندونکو او صنعت کارانو سره په هرات ولایت کې سره ولیدل.
په دې ليدنه کې پانګوالو لومړی د کانونو او پټروليم وزیر او ورسره هیئت ته ښه راغلاست وویل، د مرمرو ډبرو او رخام سکټور باندې د  پانګونو اندازه او همدارنګه د پروسس فابریکو جوړولو په اړه مکمل معلومات شریک کړل، او زیاته یې کړه چې په هرات ولایت کې د ۴۰ ډېرې د مرمرو ډبرې د پروسس فابريکې  په نوي وسایلو او تجهیزاتو سمبال شتون لري، مګر د شته ستونزو او ننګونو (امنیتی او برېښنایي) له امله تر اوسه د ټیټ کیفیت ډبري صادر شوي، چې د افغانستان د مرمرو ډبرو په بازار کې د پام وړ وده نده ترسترګو شوي. 
د کانونو او پټرولېم وزیر د کان کیندونکو د نظرونه او وړاندیزونو له اوریدو وروسته، د کانونو او پټرولیم وزارت د برنامو،  د پانګونې د اسانتیاوو او د نزئیني ډبرو د صادراتو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د کانونو او پټرولیم وزیر زیاته کړه چې، وزارت هڅه کوي ترڅو ستونزې او ننګونې لري کړي، او د مرمري ډبرو پروسس قانوني او معیاري کړي؛ تر څو پانګوال وکولی شي په یو ارامه او خوندي فضا کې د مرمرو ډبرو د پروسس په موخه، د معیاري فابریکو جوړولو لپاره اقدام وکړي.
کانونو او پټرولیم وزارت د مرمرو ډبرو صادراتو ته د اسانتیا د رامنځته کولو په موخه، د وزارت د پلانونو چې د مرمري ډبرو د صادراتو د تعرفې کمول، عربي هیوادونو، چين او مرکزي اسیا ته د مرمرو ډبرو صادرولو لپاره د تاسیساتو رامینځته کولو، د مرمرو ډبرو معیاري پروسس، د تزئیني ډبرو غېري قانوني وارداتو څخه مخنيوی ترڅنګ یې، په زېربنایې او ودانیزو پروژو کې، له داخلي تولیداتو ګټه اخستل اړین وبلل.
ښاغلي چخانسوري د کان کیندنې د قراردادونو او جوازونو زیاتوالي په اړه خبر ورکړ، او زیاته یې کړه چې په نيږدې راتلونکي کې به شاوخوا 19 د لوی او کوچني مقیاس د کان کېندنې ساحې داوطلبي اعلان ته وړاندې شي او علاقمند شرکتونه کولی شي داوطلبی کې یې برخه واخلي.
هغه د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د همکارۍ د تفاهم لیک د لاسلیک کولو په اړه هم معلومات وړاندې کړل، او له کان کېندونکو څخه یې پدې برخه کې د همکاریو غوښتنه وکړه.
د غونډې په پای کې د هرات د کان کېندنې اتحادیې غړو د ډبرو صادراتو په زیاتوالي کې له ترکمنستان سره خپل چمتوالی وښود.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۷:۴۲
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ایران له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د شنبې په ورځ د ۱۴۰۴ کال د مرغومې میاشتې په ۶مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي علي رضا بیکدلي سره وکتل.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۸:۵۰
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه

د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په ۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۷:۲۶
Background image

د ډایکنډي ولایت د مرمر ډبرو تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ډایکنډي ولایت د مش علیا د مرمر ډبرو تړون، چې ۱۶،۷۴ کیلومټره مربع مساحت لري د ۱۴۰۴ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ۲۹مه نېټه د میزان. . .

بېرته خبرونه ته