د کانونو او پټرولیم وزیر د جګدلک یاقوتو له کانونو لیدنه وکړه
د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایتالله بدري د کابل ولایت سروبي ولسوالۍ د جګدلک سیمې د یاقوتو له کانونو څخه لیدنه وکړه.
دیادې لیدنې پر مهال د کانونو او پټرولیم وزیر د جګدلک د یاقوتو کانونو د چارو بهیر له نږدې و ارزوه او د قراردادي شرکت اریانا هایلنډ له مسوولینو سره یې د تړون له مخې د شویو ژمنو د عملي کولو او د سیمې خلکو ته د ټولنیزو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.
همدارنګه، نوموړي د یادې سیمې د خلکو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې یې د لازمې همکارۍ ژمنه وکړه.
