د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې له مسئول سره وکتل

firoz_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۱۵ - ۱۳:۲۶
ff

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري نن له غرمې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې (UNDP) مسوول عبدالله الدرداري سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري د کانونو د لارې د نقشې په اساس د برنامو د تنظیم او د تخنیکي ظرفیت د عیارولو په هکله خبرې وکړې او د افغانستان د کانونو په سکتور کې یې د شفافیت، تحرک او سرعت لپاره د وزارت د نویو برنامو په اړه معلومات ورکړل.

د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې (UNDP) مسوول عبدالله الدرداري د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ته په چارو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه او په تخنیکي برخو کې یې د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۸ - ۱۴:۵۵
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي نړېوالې ورځې په مناسبت د کانونو او پټرولیم وزارت اعلامیه

د جمهوري نظام د بقاء او پیاوړتیا په موخه ضروري ده چې، اطلاعاتو ته لاسرسی د ټولنې د وګړو لپاره اسان او حتمي شي. ددې لپاره چې خلک خپل ضرورتونه د حکومت په ټولو برنامو کې حس کړي، اړینه ده. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۶ - ۱۴:۹
Background image

د افغانستان د کانونو په سکتور کې د پانګې اچونې فرصتونو د پیژندلو لپاره د همغږۍ ناسته تر سره شوه

د کانونواو پترولیم وزارت د سروې‌جیولوجي مرستیال ښاغلي حسین‌داد شفایي او د ولسمشرۍ ماڼی دچارو ادارې د پانګه اچونې ملاټړ ادارې د څیړنې او پراختیا مرستیال د خصوصي سکتور متشبثینو سره د. . .

شنبه ۱۳۹۹/۷/۵ - ۹:۲
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او د اسټرلیا د فورتسکیو میټل کمپنۍ د تخنیکي ټیمونو ترمنځ لومړۍ ناسته ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري، د اسټرالیا فورتسکیو میټل ګروپ کمپنۍ له غړو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې. پدې ویډیو کنفرانس کې چې د افغانستان د سرمايه. . .

بېرته خبرونه ته