د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر ښاغلي عنایت الله مومند د میدان وردګو ولایت دکانونو ستونزې واوریدې
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر ښاغلي عنایت الله مومند دمیدان وردګ ولایت د منتخبو استازو، ولایتي شورا غړو، او قومي مخورو سره ولیدل او په یاد ولایت کې دافغانستان دصنایع استخراجي سکټور د پروژو او همدرانګه ددې ولایت دغیرې قانوني کیندنو برخه کې د یاد ولایت ستونزې واوریدې؛ ښاغلي مومند وويل " مونږ هڅه کوو ترڅو په هغه سیمو کې چې غیرې قانوني کیندنې دي قانوني يي کړو او هیچاته اجازه نه ورکوو ترڅو زمونږ منابعو نه ناوړه ګټه پورته کړي؛ هغه زیاته کړه چې په کومو سیمو کې د قانوني قراردادنو زمینه برابروي هلته قانوني قرادادونه ولرو ترڅو خلکو ته دکار زمینه برابره شي او د دولت عواید ډير شي.
په غونډه کې د میدان وردګو ولایت استازو د کانونو او پټرولیم وزارت د پراګرمونو د حمایت ترڅنګ زیاته کړه چې په میدان وردګ ولایت کې دکاني زیرمو دموثره استفادې لپاره دي د صنایع استخراجي سکټور برنامې تطبیق شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت اړونده چارواکو ته هدایت ورکړل شو؛ ترڅو دغیرې قانوني کیندنو برخه کې خپل اقدامات جدي کړي او د صنایع استخراجي سکټور دقانوني قراردادنو لپاره دې زمینه برابره شي.