د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو

kamran2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۸:۴۱
News

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال د وري میاشتې په ۱۱مه نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې د پنځم بلاک تړون، چې ۱۰.۵۱ کیلومټره مربع مساحت لري د ۵,۳۴۲,۰۰۰ امریکایي ډالرو په پانګونې سره، د رحماني زرخان زوی شرکت سره لاسلیک کړ.

د کانونو او پټرولیم وزیر د یادو کانونو په اړه وویل: د دې کان تړون د هر ټن په بدل کې د ۱۵۰۰ افغانیو رویالټي په ټاکلو سره د پنځلسو کلونو لپاره، په دې شرط لاسلیک کېږي، چې شرکت به د کانونو د قانون او کړنلارې او خپلو ژمنو سره سم خپلې چارې ترسره کوي.

د یادونې وړ ده چې یاد شرکت به د رویالټي د ورکړې تر څنګ، د ټولنیزو خدمتونو او د چاپېریال ساتنې په برخو کې به هم خپلې ژمنې عملي کوي سربېره پردې به شاوخوا ۱۱۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۷:۳۹
Background image

د هرات ولایت د مالګې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال د چنګاښ میاشتې په ۱۰مه نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې د څلورم بلاک تړون، چې ۹.۵۸ کیلومټره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۵۵
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د قزاقستان د اوراسیا څېړنیز مرکز له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د وزارت د غونډو په تالار کې د قزاقستان د اوراسیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

بېرته خبرونه ته