د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د Safir Drilling services کمپنۍ له استازي سره وکتل
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د 1403/4/13 نېټې د Safi Drilling services کمپنۍ له استازي سره په کتنه کې د دوه بعدي سروې، د ګازو د تولید او استخراج په اړه یې بحث او نظرونه شریک کړل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست له هغوی سره د قانوني همکاریو او د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو ژمنه وکړه.