د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ټاپي لمیټد شرکت (TPCL) له رئيس سره وکتل

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۵ - ۱۵:۰
';

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ښاغلي عنایت الله مومند نن ورځ مخکې له غرمې د ټاپي پروژې د پرمختګ په اړه د(TPCL) له رئيس ښاغلي محمد مراد امانوف او په افغانستان کې د ترکمنستان له سفیر ښاغلي آویزوف‌ خواجه‌سفر گیدویچ سره وکتل.

په دغه لیدنه کې دواړو خواوو د ټاپي پروژې د پلي کیدو، د نامکملو تفاهم نامو د نهایې کولو، د ټاپي پروژې د ځمکې استملاک قانون نهایې کول (د ټاپي پروژې د ځمکنیو چارو تنظیم قانون)، د بریښنا او کیمیاوي سرې تولید لپاره د ټاپي ګاز کارولو ساحې، د کورنیو لپاره د بریښنا توزیع، د مالي موضوعاتو او د ترکمن ګاز او افغان ګاز ترمینځ د تخنیکي همکارۍ په خاطر د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د ګازي پروژو د پلي کولو په اړه خپل نظرونه تبادله کړل.

#افغانستان #ترکمنستان #ټاپي #TPCL #کانونو_او_پټرولیم_وزارت #MoMP

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۵۵
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د قزاقستان د اوراسیا څېړنیز مرکز له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د وزارت د غونډو په تالار کې د قزاقستان د اوراسیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) افغانیو په پانګونې او د ۲۰ سلنې. . .

بېرته خبرونه ته