د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ولایتونو د کانونو له یو شمېررئیسانو سره وکتل

sp_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۱۴:۵۵
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د چهارشنبې په ورځ (18/7/1403) نېټې د ارزګان، هلمند، زابل، غور، کندهار او نیمروز ولایتونو د کانونو له رئیسانو سره په کتنه کې د ستونزو د حل او د کارونو د ښه والي په اړه خبرې وکړې.

د یادو ولایتونو د کانونو رئیسانو هر یو د خپلو کارونو او فعالیتونو راپور د وزارت له مشرتابه ته وړاندې کړ او د چارو د لا ښه والي په موخه یې خپل وړاندیزونه د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره شریک کړل.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د دوی کړنې وستایلې او ټینګار یې وکړ چې د روڼتیا، د کانونو د غیر قانوني استخراج او قاچاق د مخنیوي او د یادو ولایتونو له ټولو امارتي ادارو سره په همغږۍ د خلکو د خدمت په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۷:۳۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د اوو زونونو له والیانو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریزکال د تلې میاشتې په ۲۲مه نېټه د اوو زونونو له والیانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د کانونو د مدیریت،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال د مالګې له کانونو څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ یو پلاوی ټاکل شوی، چې د اړوندو ولایتونو له مسوولینو سره په همغږۍ په ټول هېواد کې د مالګې له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱
Background image

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې غونډه ترسره شوه

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې لومړنۍ غونډه، د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د. . .

بېرته خبرونه ته