د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د غضنفر ګروپ له مشر سره وکتل
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ د 1403/9/25 نېټې د غضنفرګروپ له مشر محمد ابراهیم غضنفر سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې دیاد ګروپ مشر له ګازو څخه د برېښنا د تولید د کارخونې د کارونو د چټکتیا په اړه معلومات وړاندې کړل، دغه راز یې د نفتو د تصفیې او په یاده برخه کې یې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ورته ښه راغلاست ووایه او په یادو برخو کې ورسره دلازمو همکاریو ژمنه وکړه.