د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د غزني له والي سره وکتل
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د 14/4/1403 نېټې د غزني له والي الحاج حافظ محمد امین عمري سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د یاد ولایت په بېلابېلو موضوعاتو یې خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د غزني والي د دغه ولایت د خلکو ستونزې او اړتیاوې د وزارت له سرپرست سره شریکې کړې.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د غزني والي ته ډاډ ورکړ، چې د شته امکاناتو په شتون کې به د غزني ولایت د خلکو ستونزو او وړاندیزونو ته رسېدنه وشي.