د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ترکیې هېواد له سفیر سره وکتل

sp_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۵ - ۸:۱۴
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د چهارشنبې په ورځ (1403/6/14) نېټې په افغانستان کې د ترکیې هیواد له سفیر ښاغلي جنک اونال او  مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ترکیې سفیر ته ښه راغلاست ووایه او له افغانستان سره یې د ترکیې د ښو، اوږدمهاله او دوستانه اړیکو په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي اونال د دغه وزارت د مشرتابه له مېلمه پالنې څخه مننه وکړه وې ویل: ترکیه به د افغانستان له خلکو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي او د دې هېواد سوداګر غواړي چې د افغانستان په کاني زېرمو کې پانګونه وکړي. دوی همدا راز زیاته کړه چې په دې برخه کې به77 ترکي خصوصي شرکت خپل عملي کار پیل کړي او همدارنګه یې په تېرو دریو کلونو کې په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د سرتاسري امنیت په تامین کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې وستایلې.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل: دغه وزارت د ټولو هغو ملي او نړیوالو پانګوالو هرکلی کوي، چې غواړي د افغانستان د کانونو په سکټور کې پانګونه وکړي او د هغوی لپاره به زمینه برابره شي، ترکي پانګوال کولی شي د افغانستان د نفتو او ګازو په برخه کې پانګونه وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۱:۴۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د جګدلک یاقوتو له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د کابل ولایت سروبي ولسوالۍ د جګدلک سیمې د یاقوتو له کانونو څخه لیدنه وکړه.
دیادې لیدنې پر مهال د کانونو او پټرولیم وزیر د جګدلک د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۲۰:۴۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوي د ازبکستان د کانونو او صنایعو له وزیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنيکي پلاوي د ياد وزارت د مقام د پټروليم اړوند چارو ستر سلاکار مولوي احمدجان په مشرۍ او په تاشکند کې د افغانستان اسلامي امارت سفير په شتون کې د ازبکستان د. . .

بېرته خبرونه ته