د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ترکمنستان هېواد له لوړ پوړو چارواکو سره وکتل

sp_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۰ - ۱۰:۵۶
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري او ورسره مل پلاوي ترکمنستان ته د خپل سفر په ترڅ کې په جلا کتنو کې د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت له وزیر، د کابینې مرستیال، د نفتو او ګازو وزیر، د ټاپي پروژې رئيس، د صنعت او ښار جوړولو وزیر  او د اوسپنې پټلۍ له رئیس سره وکتل.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې يې د ټاپي، ټاپ، ریل پټلۍ، نوري فایبر، د نفت او ګازو  او سوداګریزې راکړې ورکړې په اړه خبرې وکړې.

دغه راز یې د نفت او ګازو له وزیر او ټاپي پروژې له رئیس سره په لیدنه کې د ټاپي پروژې سربېره د نفت او ګازو په اړه خپل نظرونه، وړاندیزونه شریک کړل.

سربېره پر دې دیاد هېواد د صنعت او ښار جوړولو وزیر د اوسپنې کانونو په برخه کې خپله لېوالتیا څرګنده کړه، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د اوسپنې کانونو په برخه د پانګونې په موخه د دوی د لېوالتیا ستاینه وکړه او له خپل لوري یې ورسره د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ دغه راز یې په هرات ولایت کې د یو ګډ کمپلکس د جوړېدو وړاندیز وکړ.

د وزارت سرپرست د ترکمنستان د اوسپنې پټلۍ له رئیس سره په جلا کتنه کې د اوسپنې پټلۍ د ارزښت اهمیت په اړه خبرې وکړې او غوښتنه یې وکړه چې د اوسپنې پټلۍ دې هرات او مزار ښار ته هم وغځول شي، وزیر صاحب زیاته کړه: دا نه یواځې د افغانستان لپاره مهم ده، بلکې د سیمې هېوادونو لپاره هم یو ښه زیری دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته