د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي ستازي او په کابل کې د پاکستان له سفیر سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل

firoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۰ - ۱۶:۵۷
ddd

د افغانستان د اسلامي امارات د کانونو او پټرولیم وزرات سرپرست د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق، په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دغه لیدنه کې د افغانستان اسلامي امارات د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ښه راغلاست تر څنګ یې د دواړو هیوادونو د اړیکو او ښه ګاونډیتوب په هلکه یې خبرې وکړې.
د افغانسان لپاره د پاکستان استازي او ورسره مل پلاوي د کانونو او پټرولیم وزارت له مېلمه پالنې مننه وکړه، او همدارنګه یې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او د پاکستان او افغانستان تر منځ یې د اقتصادي همکاریو په اړه خبرې وکړې.
د پاکستان سفیر دا هم وویل چې د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګرۍ په افغانستان کې په تلپاتې سولې پورې تړلې دی او موږ د یوه ازاد او باامنه افغانستان غوښتونکي یو چې د دواړو ګاونډیو هیوادونو په ګټه وي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۱:۴۶
Background image

د کونړ ولایت د نفرایټ او مرمر کانونو تخنیکي ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د کونړ ولایت په بېلابېلو سیمو کې د نفرایټ او مرمر ډبرو د کانونو هر اړخیزه تخنیکي ارزونه ترسره کړه. د دې ارزونې موخه د کانونو د معیاري استخراج او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۸:۵۳
Background image

د کونړ ولایت د نفرایټ ډبرو کانونو تخنیکي ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم له لوري د کونړولایت په بېلابېلو سیمو کې د نفرایټ ډبرو کانونو هراړخیزه تخنیکي ارزونه ترسره شوه، چې موخه یې د یادو کانونو معیاري استخراج او روانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۳:۳۲
Background image

د ختیځ زون د ولایتي ریاستونو اړوند د کان‌کېندنې  ارزونې ترسره شوی

د وزارت د رهبرۍ پریکړه پر بنسټ، د ختیځ زون د ولایتي ریاستونو اړوند د کان‌کېندنې ساحو د فعالیتونو او اجراآتو د ارزونې لپاره، د مالي او اداري چارو معین مولوي حسام‌الدین صابري په مشرۍ یو. . .

بېرته خبرونه ته