د کونړ ولایت د نفرایټ ډبرو کانونو تخنیکي ارزونه ترسره شوه

kamran_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۸:۵۳
news

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم له لوري د کونړولایت په بېلابېلو سیمو کې د نفرایټ ډبرو کانونو هراړخیزه تخنیکي ارزونه ترسره شوه، چې موخه یې د یادو کانونو معیاري استخراج او روانو فعالیتونو ارزول وو.
په دې لړ کې د خاص کونړ ولسوالۍ د C او D بلاکونه، د کوز چنچن لومړی او دویم، د سپین‌کې ولسوالۍ د E بلاک، د ادرو تنګي او د چنچن ناو لومړۍ سیمې له نږدې وکتل شوې.
تخنیکي پلاوي په یادو سیمو کې د کان‌کېندنې روان وضعیت، د ډبرو کیفیت، د استخراج مېتودونه او د چاپېریال ساتنې اصولو په پام کې نیولو باندې ټینګار وکړ.
همدارنګه پلاوي د اړوندو شرکتونو او د کانونو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې، څو د معیاري استخراج، د کار خوندیتوب او د کاني سرچینو د ساتنې اصول په ښه توګه ترسره کړي.
یاده ارزونه د دې لپاره ترسره شوه، څو د کانونو فعالیتونه لا منظم، شفاف او د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره اغېزمن تمام شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د بامیانو ولایت د سربو او جستو کانونو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د سربو او جستو کانونو تخنیکي او مسلکي ارزونه ترسره کړه. د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د لوګر ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس حافظ انجنیر عبداللطیف خالد د یوه پلاوي په ملتیا لوګر ولایت ته د سفر پر مهال یې د کانونو ریاست، د فلزي کانونو اړوند کان‌کیندنې. . .

بېرته خبرونه ته