د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ازبکستان هېواد له دولتي شرکتونو لیدنه وکړه

kamran2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۶ - ۱۹:۳۳
imdsf

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري ازبکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې یې د کانونو او سروې وزیر سره یوځای دیاد هېواد له چارواکو سره ولیدل، افغان لوړپوړي پلاوي او د ازبکستان د دولتي شرکتونو رئیسانو په بېک اباد ښار کې د اوسپنې له دولتي شرکتونو او په الملق ښار کې یې د جستو، سروزرو، مسو کانونو او پروسس کارخونو څخه لیدنه وکړه.
د هغه هیواد د سروې او کانونو وزیر د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست د سفر هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې دا ډول سفرونه د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې پیاوړې کوي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د دوی د میلمه پالنې څخه مننه وکړه او په افغانستان کې یې د پانګونې او کانونو په برخه کې د دې هېواد د همکارۍ غوښتنه وکړه..

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته