د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ازبکستان هېواد دانرژۍ له وزیر اود بېلابېلو وزارتونو له استازو سره وکتل

kamran_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۶ - ۱۱:۱۷
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ازبکستان هېواد دانرژۍ له وزیر اود بېلابېلو وزارتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملاهدایت الله بدري او مل پلاوي ازبکستان هېواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې یې د یاد هېواد د انرژۍ له وزیر، د نفتو او ګازو له رئیس، د ازبکستان د جیولوجي پوهنتون له رئیس، د معلوماتي ټکنالوجۍ له مرستیال، په ازبکستان کې له افغان سوداګرو سره له تکنو پارک او کانونو میوزیم څخه لیدنې
ترسره کړې.

Image 1 Image 2 Image 3 Image 4


په دغو لیدنو کې یې د یاد هېواد پانګوالو ته بلنه ورکړه ویې ویل: افغانستان د کاني سرچینو له پلوه یو بډایه هېواد دی او د اسلامې امارت په راتګ سره ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې ښه زمینه برابره شوې ده او کولای شي ترڅو د افغانستان د کاني سرچینو په برخه کې پانګونه وکړي، دغه رازیې د انرژۍ له وزیر، د جیولوجي پوهنتون له رئیس او د ازبک د نفتو او ګازو له رئیس سره په کتنه کې د افغان انجنیرانو د ظرفیت لوړولو او کانې زېرمو په اړه بحث او خبرې وکړې او دیاد هېواد د بېلا بېلو کارخونو څخه یې لیدنې هم وکړې.

Image 1 Image 2 Image 3 Image 4


همدارنګه له افغان پانګوالو سره یې په لیدنه کې د پانګونې په موخه د هر راز قانوني همکاریو ژمنه وکړه او هغوی ته یې بلنه ورکړه، چې ترڅو په خپل هېواد کې پانګونه وکړي او خپل هېواد ته د خدمت جوګه شي.

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۶:۱۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ټاپي پروژې له رئیس سره وکتل


د کانونو او پټرولیم وزیرالحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ١٤٠٤ لمریز کال د کب میاشتې په ٢١ نېټه په خپل کاري دفتر کې د ترکمنستان له سفیر ښاغلي خواجه عوضوف او د ټاپي پروژې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۷
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د میدان وردګو، کاپیسا، فاریاب او ارزګان ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سره وکتل.
د کانونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۳:۵۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې،. . .

بېرته خبرونه ته