د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبري پلاوي غونډه ترسره شوه

urgent_user
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۷ - ۱۲:۴۹
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ رهبري غونډه، د پلان او پالیسۍ مرستیال شیخ ضیاء الرحمن الاریوبي او رئیسانو په ګډون ترسره شوه.

په غونډه کې لومړۍ د کانونو وزارت د تېرې غونډې پرېکړې تعقیب او د کانونو د یو شمېر ریاستونو او قراردادیانو ستونزې او وړاندیزونه د وزارت د مقام د دفتر رئیس له لوري واورول شول.

ورپسې د کوچنیو کانونو د کان کیندنې جواز چې د وزارت د رهبرۍ له لارښوونې سره سم د کوچنیو کانونو د قراردادونو د تطبیق ریاست له خوا د دقیقې څېړنې په موخه د تخنیکي او حقوقي کارپوهانو کمېټې ته ورکړل شوی وو، دیاد شوي جواز اصلاح شوې بڼه د پرزنټېشن له لارې د کمېټې له خوا وړاندې شوه، د کانونواو پټروليم وزارت سرپرست يې له اورېدو څخه وروسته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

همدارنګه یې په یو لړ نورو مهمو موضوعاتو او د ریاستونو د کارونو د ښه والي په موخه بحث او نظرونه شریک کړل، لازم تصمیمونه ونیول شول او اړوندو ادارو ته لارښوونه وشوه چې د غونډې د پرېکړو مطابق عمل وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۶:۱۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ټاپي پروژې له رئیس سره وکتل


د کانونو او پټرولیم وزیرالحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ١٤٠٤ لمریز کال د کب میاشتې په ٢١ نېټه په خپل کاري دفتر کې د ترکمنستان له سفیر ښاغلي خواجه عوضوف او د ټاپي پروژې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۷
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د میدان وردګو، کاپیسا، فاریاب او ارزګان ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سره وکتل.
د کانونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۳:۵۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې،. . .

بېرته خبرونه ته