د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبري هیئت غونډه تر سره شوه.

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۲ - ۱۳:۱۸
یی

د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبري هیئت غونډه نن پنجشنبه 2/4/1401 نېتې د وزارت د سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ، د معینانو او رئیسانو په شتون د وزارت د کنفرانسونو په تالار کې تر سره شوه.
غونډه د پکتیکا او خوست ولایتونو د زلزلو د شهیدانو روح ته په دعا سره پیل شوه. ورپسې بیا ښاغلي محمد افضل صافي په افغانستان کې د فاسفیت او د هغې د پیدایښت په اړه مفصل معلومات د پریزنټیشن له لارې وړاندې کړل. او همدارنګه د معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس عبدالله موسی زي هم په وزارت کې د امنیتي کمرو د چمتو کولو او نصبولو په اړه پریزنټیشن وړاندې کړ.
په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د اسلامي زده کړو او په بېلابېلو برخو کې د دغه وزارت د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په اړه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۷
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د میدان وردګو، کاپیسا، فاریاب او ارزګان ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سره وکتل.
د کانونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۳:۵۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۲۵
Background image

د افغان تاجک نفتي حوزې اړوند درې بلاکونو سایزمیکي سروې پیل شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبېک آویزسیز جیولوجیکي کمپنۍ تر منځ د هوکړه لیک پر بنسټ نن د افغان تاجک حوزې اړوند محمدجان ډګر، احمد آباد او شمر بلاکونو سایزمیکي دوه بعدي سروې د یادې. . .

بېرته خبرونه ته