د کانونو او پټرولیم وزارت او د استخراجي صنایعو د نوښت د نړیوال سازمان سکرتریت د مشرانو ترمنځ غونډه ترسره شوه

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۲ - ۱۵:۲۰
321456

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري نن سهار د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت سازمان له اجراییه رئیس ښاغلی مارک روبنسن سره د ویډیوکنفرانس له لارې د شفافیت د نوښت په سازمان کې د افغانستان د بیاځلې اعتبار اخیستنې په اړه خبرې وکړې.

په پیل کې ښاغلي روبنسن د افغانستان له هلوځلو قدرداني وکړه او د تېرو ۱۸ میاشتو په موده کې یې د افغانستان د پرمختګونو ستاینه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د جینیوا د کنفرانس څخه مخکې به د افغانستان د غړیتوب څرنګوالی روښانه شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري د شفافیت د نوښت سازمان له همکاریو د مننې ترڅنګ وویل چې، د افغانستان حکومت د شفافیت ټینګښت ته ژمن دی او په دغه برخه کې د شفافیت د نوښت سازمان ته د هر ډول همکاریو ډاډګیرنه ورکوي.

هغه همداراز د اووم پړاو راپور د چمتووالي په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې، د اووم پړاو راپور د برابرولو لپاره د موادو په راټولولو کار شوی او ډېر ژر به چمتو شي.

د غونډې په ترڅ کې د اووم پړاو راپور ترڅنګ د جینیوا کنفرانس لپاره د چمتووالي په اړه هم بحث او خبرې وشوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته