د کانونو او پټرولیم وزارت اداري غونډه ترسره شوه

sp_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۹ - ۱۰:۲۴
س

د کانونو او پټرولیم وزارت اداري غونډه د مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري په مشرۍ، په داسې حال کې چې د پلان او پالیسي مرستیال شیخ الحدیث ضیاء الرحمن الاریوبي او یو شمېر رئیسانو ګډون کړی و ترسره شوه.

غونډه د قرآن عظیم الشان د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه او د اجنډا له مخې مالي او اداري مرستیال د مسوولینو د دندو او مکلفیتونو په ښه ترسره کولو ټینګار وکړ ویې ویل: ټول کارکوونکي مکلف دي، چې له یو بل سره په بشپړې همغږۍ پوره روڼتیا او همکارۍ د چارو پرمخ وړلو کې هڅه وکړي.

ورپسې د وزارت د رهبري له لوري د ریاستونو وړاندیزونه او ستونزې واوریدل شوې او د چارو د لا ښه والي په موخه ورته لازمې لارښوونې وکړې.

په پاى کې د مهموچارو اړوند لازم تصميمونه ونيول شول او د بېلابېلو برخو لپاره لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۶:۱۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ټاپي پروژې له رئیس سره وکتل


د کانونو او پټرولیم وزیرالحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ١٤٠٤ لمریز کال د کب میاشتې په ٢١ نېټه په خپل کاري دفتر کې د ترکمنستان له سفیر ښاغلي خواجه عوضوف او د ټاپي پروژې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۷
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د میدان وردګو، کاپیسا، فاریاب او ارزګان ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سره وکتل.
د کانونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۳:۵۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې،. . .

بېرته خبرونه ته