د کانونو او پټرولیم، شاروالۍ او مالیې وزارتونو تر منځ درې اړخیزه ناسته

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۱۰ - ۱۳:۵۲
سس

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ د 400000 څلور سوه زره ټنه ډبرو سکرو کابل ته د انتقال پروسې په اړه د دوشنبې په ورځ 9/8/1401 نېټې د یاد وزارت د غونډو په تالار کې ناسته تر سره شوه.
په دغه ناسته کې د مالیې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حمدالله زاهد، د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني، د یاد وزارت مرستیالانو او رئیسانو او داوطلب شرکتونو رئیسانو په کې ګډون درلوده. 
د یادې غونډه د ډبرو سکرو د انتقال، د خرڅلاو لپاره د ساحو غوره کول او د شرکتونو لپاره د خالص مفاد د ټاکلو لپاره جوړه شوې وه، چې په پایله کې 8 اته داوطلب شرکتونه چې په ګډه سره کار کوي د 400000 څلور سوه زره ډبرو سکرو انتقال ور وسپارل شوو. د یادو شرکتونو لپاره خالص مفاد 150 افغانۍ وټاکل شو. او همدارنګه د پلور لپاره یې د کابل ښاروالي له لوري د کابل په ټولو ناحیو کې 32 سیمې وټاکل شوې چې د کانونو او پټرولیم وزارت د مشرتابه او داوطلب شرکتونو له لوري تائید شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۱:۴۶
Background image

د کونړ ولایت د نفرایټ او مرمر کانونو تخنیکي ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د کونړ ولایت په بېلابېلو سیمو کې د نفرایټ او مرمر ډبرو د کانونو هر اړخیزه تخنیکي ارزونه ترسره کړه. د دې ارزونې موخه د کانونو د معیاري استخراج او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۸:۵۳
Background image

د کونړ ولایت د نفرایټ ډبرو کانونو تخنیکي ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم له لوري د کونړولایت په بېلابېلو سیمو کې د نفرایټ ډبرو کانونو هراړخیزه تخنیکي ارزونه ترسره شوه، چې موخه یې د یادو کانونو معیاري استخراج او روانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۳:۳۲
Background image

د ختیځ زون د ولایتي ریاستونو اړوند د کان‌کېندنې  ارزونې ترسره شوی

د وزارت د رهبرۍ پریکړه پر بنسټ، د ختیځ زون د ولایتي ریاستونو اړوند د کان‌کېندنې ساحو د فعالیتونو او اجراآتو د ارزونې لپاره، د مالي او اداري چارو معین مولوي حسام‌الدین صابري په مشرۍ یو. . .

بېرته خبرونه ته