د کابل ښار په شاوخواه کې د ساختماني موادو سروې

firoz_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۱ - ۱۱:۳۷
32145

د کانونو او پترولیم وزارت د ملي عوایدو د زیاتوالي او د کاري فرصتونو د رامینځته کولو لپاره له کاني سرچینو څخه د موثرې ګټه اخیستنې لپاره د کابل په شاوخوا کې د ساختماني موادو د سرچینو سروې وکړه.

د سروې لپاره ټاکل شوي ساحوي ټیم، په ده سبز، شکر دره، کاریزمیر، میر بچه کوت، فرزه، پغمان، سروبي او د کابل ولایت د چهار اسیاب ولسوالیو کې (گرانیت، امفیبولیت، مرمر، تراورتین، دولومیت، ریگ او جغل) د ساختماني موادو درلودونکې ساحې مطالعه او کانتور بندي کړې.

هغه فعالیتونه چې په یادو برخو کې ترسره کیږي، په لاندي ډول خلاصه کیږي:

•           د جیولوژیکي جوړښتونو کشف

•           د اړیکو معلومول

•           د کاني اجسامو د ظاهري طبقاتو معلومول

•           د کانی اجسامو کانتور بندي

•           د جانبي احجارو مطالعه کول

•           د ذخایرو احتمالي شمېرل

•           سکیچ شوې سیمې

•           د لست ترتیب کول او نور اړین  فعالیتونه

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۷:۳۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د اوو زونونو له والیانو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریزکال د تلې میاشتې په ۲۲مه نېټه د اوو زونونو له والیانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د کانونو د مدیریت،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال د مالګې له کانونو څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ یو پلاوی ټاکل شوی، چې د اړوندو ولایتونو له مسوولینو سره په همغږۍ په ټول هېواد کې د مالګې له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱
Background image

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې غونډه ترسره شوه

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې لومړنۍ غونډه، د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د. . .

بېرته خبرونه ته