د پالیسۍ او برنامو مرستیال د ازبېکستان د سفیر له مرستیال سره وکتل

kamran_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۱۹
news

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلی عبدالرحمن قانت د سه‌شنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریزکال د غبرګولي میاشتې په ۱۹مه نېټه د ازبېکستان جمهوریت د سفیر له مرستیال بهادر تاشمنوف، د «تیمورسنا» شرکت له رئیس اکرم قلندروف او د هغوی له افغان شریکانو سره یې په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د ګډو همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا، په ځانګړي ډول د هېواد د کاني سرچینو په برخه کې د پانګونې په اړه بحث او نظرونه شریک کړل.
د ازبېکستان د سفیر مرستیال او د یاد شرکت رئیس د وزارت د رهبرۍ له مېلمه‌پالنې څخه د مننې ترڅنګ، په بېلابېلو برخو کې د افغانستان اسلامي امارت لاسته راوړنې مهمې وبللې او د کرومایټ او سربو کانونو په برخه کې یې د پانګونې او همدارنګه په هېواد کې د کاني موادو د پروسس لپاره د یوې معیاري کارخونې د جوړولو په موخه یې خپله لېوالتیا څرګنده کړه.
د پالیسۍ او برنامو مرستیال د دوی د پانګونې د لېوالتیا هرکلی وکړ او له هغوی څخه یې وغوښتل، چې د یادو کانونو په اړه مشخص وړاندیزونه(پروپوزل) وړاندې کړي. نوموړي همداراز د بهرنیو پانګوالو د جذب او ملاتړ په موخه د لازمو همکاریو او لا ډېرو اسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۳:۵۱
Background image

*د کندهار ولایت کانونو څخه د چارو د ښه والي په موخه لیدنه ترسره شوه*

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د ساتنې ریاست رئیس الحاج مولوي نعمت الله عباس، په مشرۍ پلاوي د کندهار ولایت د شاه ولي کوټ ولسوالۍ د سرب او جستو او نیش ولسوالۍ د فلورایټ کانونو څخه. . .

جمعه ۱۴۰۵/۴/۲۶ - ۱۸:۲
Background image

د هلمند ولایت د رخامو کانونو شرکتونو له استازو سره د چارو د ښه والي په موخه غونډه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د ساتنې ریاست رئیس، الحاج مولوي نعمت الله عباس په مشرۍ پلاوي د هلمند ولایت د رخامو کانونو د شرکتونو له استازو سره د همغږۍ او عامه پوهاوي په موخه غونډه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۵:۲۵
Background image

د جنوب لوېدیځې حوزې د کانونو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د ساتنې د رئیس الحاج مولوي نعمت الله عباس په مشرۍ پلاوي د جنوب لوېدیځې حوزې زابل، کندهار، دایکندي، روزګان او هلمند ولایتونو د کانونو د ریاستونو او. . .

بېرته خبرونه ته