د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه
د نورستان ولایت د کانونو د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ(بولۍ) د یاد ولایت د کانونو رئیس مولوي سید رحیم د کمېټې غړو، سیمه ییزو مسوولینو او پانګوالو په شتون کې د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دغه داوطلبۍ کې بېروج، کنزیټ، بلور او مارګنیټ د شاوخوا( ١٢٢) میلیونه ٥٠٠ زره او ١٠٠ افغانیو په ارزښت سره و پلورل شول، چې پکې د اسلامي امارت ونډه(١٢ )میلیونه ٢٥٠ زره ٩١٠ افغانۍ ده، چې دا د عوایدو د زیاتوالي، پانګوالو ته د پانګونې د لا زیاتو فرصتونو برابرولو او په قانوني ډول د قیمتې او نیمه قیمتي ډبرو استخراج په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.
