د لوی او کوچني کچې کان کېندنې اعلانول او د قیمتي او نيمه قيمتي ډبرو جوازونو صادرولو په اړه معلومات وړاندې شول

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۰ - ۱۲:۵۹
cxc

نن د همدې موخې له پاره د افغانستان د کانونو خونې په مرکزي دفتر کې غونډه جوړه شوه، په غونډه کې د کوچني کچې کان کیندنې سکټور کې د پانګوونې فرصتونو او ۲۱ لويو او د ۱۲۱ د کوچني کان کیندنې پروژو د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو صادراتو په اړه معلومات وړاندې شول.

په پېل کې د افغانستان د صنایعو خونې او کانونو وزارت مرستیال منصور احمدزي، میلمنو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د دې وزارت له منظمې همکارۍ څخه مننه وکړه او د پانګوالو د شخړو او ستونزو په حل کې یې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.

ورپسې د استخراج برنامو د پالیسۍ او اسانتیا مرستیال محمد عتیق ذکي وويل: زه خوښ یم چې نن د هغې ژمنې مطابق چې مخکې مو د کان کیندنې سکتور کې د پانګوونې پروژو سره کړې وې ستاسو په خدمت کې یم.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې د کانونو او پټرولیم وزارت له تېر یو کال راهیسې د جیولوژي سروې له مخې شااوخوا (۳۰۰) د لویې او کوچني کچې کان کېندنې ساحو باندې کار وکړ. چې یادې سیمې د عالي اقتصادي شورا او کابینې لخوا تصویب شوي وې او د پانګوونې غوښتنلیک ترلاسه کولو هدف لپاره اعلان ته و سپارل شوې چې په دغو کان کېندنو ساحو کې سره زر، اوسپنه، سرپ، سمنټ، مرمر او ساختماني مواد شامل دي.

د ياد وزارت مرستيال زیاته کړه، د يو کارنده حقوقي چوکاټ د کان کیندنې قراردادونو پروسې مؤثره او غوره پلي کولو او مدیریت لپاره عمده عامل بلل کېږي. له همدې امله د حکومت مشرتابه په ځانګړي توګه د کانونو او پټرولیم وزارت له تیر یو کال راهیسې د استخراجي صنعت سکتور قانوني چوکاټ ښه کولو لپاره کار کوي او د دې کار هدف د کان کیندنې فعالیتونو لپاره یو باثباته قانوني بورډ چمتو کول او د پانګوالو لپاره د داوطلبۍ پروسې کې زیاتې اسانتیاوې برابرول دي.

وروسته بیا د لوی او کوچني پروسس او قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو پروژو لپاره د داوطلبۍ پروسې په تړاو د کوچني قراردادونو رییس انجینر محمد همایون رشید ، د لويو کانونو تنظیم امور مشر سید ذبیح الله شاداب او د کانونو د ساتنې کمیټې عمومي رئيس انجینیر خلیل الرحمن ژوند ګډونوالو ته د پریزینټیشن له لارې معلومات وړاندې کړل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۸:۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ترکمنستان له سفیر سره وکتل


د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ، د ۱۴۰۴ لمریزکال د سلواغې په ۵مه نېټه په خپل  کاري دفتر کې د ترکمنستان له سفیر سره وکتل.
په دې لیدنه کې د دواړو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۹:۱۴
Background image

د کانونو ساتنې کمېټې استازو د تخار ولایت سمتي د سرو زرو کان څخه لیدنه وکړه


د کانونو د ساتنې کمېټې استازو تخار ولایت د خپل سفر په ترڅ کې یې د یاد ولایت د چاه آب ولسوالۍ د سمتي سرو زرو کان څخه لیدنه وکړه.
یادو غړو د خپل سفر په لړ کې د سمتي کان مسوولینو سره د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۴۲
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه

د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د والي استازی، د کانونو رئیس، د اړوندو. . .

بېرته خبرونه ته